@aloof_introvert: غزل (57) کیــدے شـــــي چــــې پۀ غرونو باندې سر شم درپسې کیدے شـــــي چـــــې پۀ ګـــــــرانو لارو درشم درپسې کیدے شـــــي مایوســـي مې تر دې حده پورې بوځي کیدے شـــــي چــــــې د ژوند نه مــــــرور شم درپسې کیدے شي چې ایرې مـې سیلۍ، ستا تر کوڅې دروړي کیــدے شــــي چـــې لـــمبه شـــم لـر او بر شم درپسې کیدے شــــي چــــې د رسم رنځیرونه مات رامات کړم کیدے شـــــــي د قــــــابو نه رابهــــــر شـــــــم درپسې کیدے شـــي مــــلاقات زمـــونږه، پـیر بابا کښې ؤ شي کیدے شــــي چــــې مزار کښــې منجــــور شم درپسې کیدے شي چې پوټي پوټي د خپل وجود راټول کــــړم کیدے شـــي چــــې یو موټے شم لښکــــــر شم درپسې کیدے شـــي چـــې انکار د خپلــــو ویستو توبو اوکړم کیدے شــي چـــې د هــــرڅــــۀ نه منکـــر شم درپسې کیدے شي چې کــوڅه کښې دې زرې زرې تقسیم شم کیدے شـــي دغــــه لارو کښــې کـــــــر ور شم درپسې کیدے شــي چــې تا هم لکـــــــه د ځان پېژندے نۀ شم کیدے شــــــي لېــــونے شـــــــــمه اوتر شــــــم درپسې کیدے شي چې د اوسپنې پۀ زړۀ کښې دې، لار اوکــړم کیدے شي چــــې لوهـــــار شمه، اینګــــــر شم درپسې#unfrezzmyaccount #pashtopoetry #karankhan #vibes #fyp

Zama Khapero
Zama Khapero
Open In TikTok:
Region: PK
Saturday 19 September 2026 16:36:56 GMT
1882
74
3
6

Music

Download

Comments

.tauseef
🇦🇪 Tauseef Ahmad توصیف احمد :
Caption please …
2026-09-20 03:42:14
1
To see more videos from user @aloof_introvert, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About