@ځانګړی ☠️ځواک👑 🇦🇫🦅:هعه د44 هیوادنو شکست ولا چیرته پټ دی دوی حو وایی موږ 44 هیوادونو ته ماتی ورکړه ولی پاکستان نشی ماتولی 😁
2026-09-24 13:48:39
0
Красивый афганский тигр :
پاکستان په وار وار د افغانستان پر ماشومانو، ځوانانو، سپین ږیرو او بې ګناه ښځو بمبارۍ کړې دي، چې له امله یې هغوی وژل شوي دي. پاکستان نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي او افغانان په ارامه، هوسا او خوشحاله ژوند وکړي. له همدې امله پاکستان غواړي په افغانستان کې ناامني او وینه تویونه دوام ولري، ترڅو افغانان پرمختګ ونه کړي او افغانستان یو پیاوړی هېواد جوړ نه شي.
که افغانستان پیاوړی شي، افغانان به د خپلو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه وکړي. زموږ پوله له هند سره وه، له هند سره به وي او له هند سره ده. پاکستان د افغانستان پر خاوره جوړ شوی دی.
په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې هم بې ګناه پښتانه او بلوڅان وژل کېږي، او په افغانستان کې هم بې ګناه پښتانه وژل کېږي. د افغانستان پښتانه او د دغو سیمو پښتانه یو وخت یو ولس وو، اوس هم یو ولس دي او تل به یو ولس پاتې وي.
د حل لاره دا ده چې د افغانستان خپله خاوره بېرته ترلاسه کړو، که په زور وي او که په رضا. موږ باید خپله خاوره له پاکستان څخه بېرته ترلاسه کړو. دا پیغام باید د ملګرو ملتونو دفتر او نړیوالې ټولنې ته ورسېږي او د افغانستان خاوره باید بېرته افغانستان ته وسپارل شي. موږ افغانان هېڅکله له خپلې خاورې او خپل وطن څخه نه تېرېږو. زموږ پوله له هند سره ده.