@malangjanmarwat176: دَ ستا حسن ثانی نه لري جناب په جهان کې له سانی دے لاجوابه بې له عاشقه ۓ بل کار وو کصب نه زده هیس مے نه مانی دَ زړه خانه خراب سر مې تل وي ستا په در باندے اېښودے بل عمل نه پېژنمه دا څواب ستا دَ سرو شونډو په سر مې چې خوله کېښوه راته سپک ۓ کړلو خوند د َ ميئناب زاهدان دے راته هر څه هر څه وائی ما په مينه کې ليدلے دے څواب د ميئنو مدرسه ده د يار کوڅه ده دلته عشق دے استاد حسن کتاب عشق په پخپله دے استاد د عاشقانو زباني ور زده کوي دَ عشق اداب ستا دے مړو سترګو يوه دغه فايده راکړه چې مې ورک شولو دَ خوژو سترګو خواب يوے مروتے له تر اوس راوړے نه دے ديوانه غوندے شاعر خاضر جواب تبسم مروته ځان ورته لوګه که خدای دے نه کاندي يار هېچېرې خراب محترم حميد الله جان تبسم مروت مروتو ملنگان