@aneeskhanoffice3: اوجره او زمونږ نه ختمېدونکې کلتوري ارزښت. ډاکټر سهېل ليکي چې ،پښتونولي ، د پښتنو د تاريخ ، کلتور ، او ،چاپېرچل ،په رڼا کښې د ژوند تېرولو هغه ، آئين ، دې چې اډانه ئې د دوئې رواېات او اقدار دي. پښتونولي د پښتون قام د ،ځاني ، ملي ، سماجي ، کلتوري ،او ،معاشي ،چوکاټونو کښې د ژوند تېرولو هغه دستور دې چې په هغې کښې د زرګونو کالو د رواېاتو تحفظ هم وي ارتقاء هم او د بدلون لپاره پراختيا هم کلتوري تنوع لری او د رواېاتو اقدارو کلک تړون هم ېعنې ېو خؤا ، Diversity , نو بلخوا ، Integration , پښتانه چرته هم چې ځي نو د ځان سره پښتونولي ګرځوي دا ميثال د نړۍ په نورو کلتورونو کښې نشته . پښتونولي ناليکلي د زرګونو کلونو نه سينه په سينه رواېات دي خو ځنې علامات ئې هم شته چې ېو پکښې ،حجره ، ده . د حجرې کلمه عربي ده جمع ئې ،حجرات ،راځي په قرآن کښې ېو پوره سورت هم پدې نوم دې چې په عربي لغت کښې په معنا د ،ناستۍ کوټه ،,sideroom, ده د رسول الله مبارک د مرګ نه پس اختلاف رالې چې ،جسد مبارک ،چرته خخ کړې شی ابوبکر صديق رض اووئل چې د پېغمبرانو دستور دادې چې هر پېغمبر نه کم ځائې ساه لاړه شي هم هلته خخولې شي رسول الله مبارک د ،بي بي عائشة رض په حجره د اوسېدو کوټه ،کښې مړ وو چې د مسجد نبوي ختيځ ته وه هم پدغه ،حجره ،کښې خخ کړې شو . زر کاله پخوا د عباسیانو په زمانه کښې د طالبانو هغو ځایونو ته به هم په ښارونو کښې حجرې وائل کیدې چې هلته به دوئې د شپې خوب کوو او خپل سبقونه به ئې وائل. پښتانه حجرۍ ته ، دېره ،هم وائي داد حجرۍ هم معنا ټکې دې نور الامين ايسپزئې او ډاکټر سهېل وائي چې د حجرۍ د اسلام نه وړاندې پخوانۍ نوم په پښتو کښې ،اتل ، په پېښ د الف سره وو ېعنې د اتلولې ځائې چې د هوټل نوم هم ددې نه جوړ دې . شېر شاه سوري پخپل وخت کښې په هندوستان کښې پښتنو له ګنړۍ حجرۍ جوړې کړې وې چې د وطن نه به څوک ورغلل نو هلته به پکښې اوسېدل . د نړۍ د نورو قامونو لکه یونانیان ، پيرنګېان ، عرب ، او ،ايرانېانو ، سره هم د خپلې ناستې پاستې لپاره د حجرۍ ورته مرکز به وو خو په کم مترقي او ګڼ اړخيز کلتوري شکل کښې چې د پښتنو سره حجره ده نو دا بیخي ځانګړې ده . پښتانه د زرګونو کلونو نه د انساني اقدارو سره سم د سري توب کلتور لري انسانان عموما فطرتا مدني الطبع دي ګډ ژوند خوښه وي پښتانه بيخي د انسانيت د خويونو سره جوړ پاتي شوي چې لوئي علامت ئې د ، حجرۍ ،په شکل کښې ېو تاريخي ټولنيز مرکز دې حجره به پخوا دومره متمدن نه وه خو بېا هم وجود ئې لرلو حجره د پښتنو د پښتونولې شريکه شتمني ده هم ،پارليمان وي هم کميونټي سنټر او هم عدليه د پښتنو د ټولنيز ژوند د روغو جوړو مرکز وي د جرګو مرکو د غم ښادۍ ناستۍ پاستۍ او ورسره د پښتونولې او سړيتوب د زده کړې لوېه مدرسه وي حجرۍ ته به د علم او فکر خاوندان او اولسي مشران راغونډېدل ځوانانو به د هغوئې د ژوند د تجربو په رڼا کښې ډېر څه زده کول په ټولنيز او سياسي چارو به مباحثې پکښې کېدې ېو بل به ډېر په زغم سره اورېدل شو پوچه خبره به ېو بل ته چا نه کوله په ښاريو کښې نن سبا خلک ، کلب ، club، ته ځي خو حجره د دغه ځائې په نسبت ډېر د خوش طبعۍ لرغونۍ ځائې وي هر څوک پکښې خپله خبره آزاده کوي د حجرۍ ناسته په ساده کټونو وي او ډوډۍ د پښتني کلتور په اساس په ځمکه خوړل کېږي . حجره او پښتانه لازم ملزوم وي پښتو او پښتون ولي د حجرۍ ستنۍ وي هم په حجرو کښې پښتو او پښتون ولې وده او خړپوسۍ کړي او بام ته رسېدلې. حجره به د پښتنو د کلتوري هلو ځلو هم مرکز وو ډول ډول کلتوري لوبۍ ،نښه ويشتل ، پالواني ، مشاعره ، ټنګ ټکور ، جرګې، ،ړوغۍرجوړۍ ، قيسۍ، به هم پکښې کول شوې. پخوا به د کلي ګډه حجره وه دغه حجره به د مساپرو د لارې سره هم نزدې وې د حجرۍ ،ور ، به د مساپرو د اسانۍ لپاره د لارې اړخ ته وو چې بې وخته به هرڅوک ډاډه شپۍ له ورتلل مېلمه به د هرچا وو چې چا به څه پخ کړي وو مېلمه له به ئې راوړل حجره هم به سرۍ وه او هم مېلمستون ټول کلي به ګډه پاله له . د بده مرغه د څه وخت نه دغه ګډۍ حجرۍ ډېر کم والي ته لاړې چې د څه د خلکو د ژوند هلې ځلې ډېرې شوې ناوزګاره شو څه دوام داره بدامنۍ بد اغېز اوکړو ځکه هرسړې د ماښام سره اوس خپل ،ور ، جرنده کړي د ،سماجي رسنو ، د راتګ سره دغه ځانله والې نور هم ډېر شو د فېس بکي نسل د بد اخلاقې لوئي لامل ېو دا هم دې چې د دوئې په وخت کښې د حجرې کلتور نشته چې د ژوند ژواک پښتو او سړي توب هنر پکښې ايزده کړي شريکې حجرۍ کښې راغونډېدل ختم شو او هرچا خپل خپل بېخونده ، بېټهک ، جوړ کړو چې په نتيجه کښې ځان ځاني ډېره شوه د پښتونولۍ اقدار ورسره کمزوري شو وړۍ وړۍ شخړۍ چې خلک به د ېو بل نه په حجره جومات کښې خبرېدل په آسانه او زر به ختمول شوې اوس د پښتنو په مېنځ کښې د وړو خبرو نه هم د کشمير شخړه جوړه وي ا
Anees Khan
Region: PK
Monday 28 September 2026 15:25:46 GMT
Music
Download
Comments
Rìzwãñ £dït$ :
Allah de obakhea Khan zeb
2026-10-01 19:17:30
14
SALAR DILZAK :
الله تعالی دي تاسو ته جنت الفردوس نصيب کې امين یا رب العالمين ډير ښه او نر پختون وي
2026-09-29 11:41:02
7
empty :
ڈیر ښه ليک 🌸
2026-10-21 10:48:16
0
The Bolan shepherd :
ستا نوم به د وطن مینه وال په زړه لیکي❤️
2026-10-09 04:37:16
1
حضرت⚔️ عمر👆🥀 :
2026-10-24 06:24:12
0
Saqib sanzarkhail :
دہ باجوڑ خلگو ارمان ارمان چی دہ دا ہیرے قدر او حفاظت می کڑئ وائ😭😭😭😭😭😭
2026-10-14 06:46:29
3
MaazNawaz :
Golden message for pashtun nation really appreciated
2026-09-28 16:05:15
2
rizatanio :
الله دى جنت الفردس نصيب كره 🥰🥰🥰
2026-10-22 05:19:47
1
tayyabjan641 :
Allah de obakhea ameen
2026-10-06 17:51:34
1
👑MALAK👑 :
Hy mulana seb 🥹
2026-10-07 14:46:30
2
Hamza Pathan :
hyyyyyyyyyy mulana 💔💔💔💔💔😭😭😭😭😭😭
2026-10-11 19:47:17
0
Khan Jee ANP 🚩 :
msshallsh❤️❤️
2026-10-04 04:22:57
1
𝓓𝓸𝓬𝓽𝓸𝓻 لائبہ یوسفزئی ♡ :
🫀🥺
2026-10-11 03:14:02
0
₭Ⱨ₳₦080⚡ :
Allah de obhe
2026-09-29 04:31:55
0
𖤍لیکوال باجــــوړی𖤍 :
2026-09-29 22:02:42
1
faisal khan 39 :
Allah pak de oba he 😥
2026-10-16 09:48:25
0
Kareem Khan :
2026-10-16 17:33:46
0
🌹b,a,g,h,I🌹 :
2026-10-08 03:15:33
0
سرورشير علی۔گوجر888 :
2026-10-09 11:20:00
0
سرورشير علی۔گوجر888 :
2026-10-09 11:19:57
0
Hamid_kan💫🚩 :
2026-10-14 16:24:48
0
عزیز رحمان :
2026-10-09 16:31:55
0
Sher Jan :
2026-09-29 07:58:39
0
To see more videos from user @aneeskhanoffice3, please go to the Tikwm
homepage.