@user565234903: «ما د ټلوېزیون انتن پرې کړ، څو مور مې د پلار د مړینې خبر وانه وري.» دا خبره د هیله نجیب ده، چې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیبالله مشره لور ده. نوموړې دا څرګندونې د خپل پلار د وژل کېدو د دېرشمي تلین په مناسبت په یوه مرکه کې کړې دي او یو ځل بیا یې د ټولنیزو رسنیو د ډېرو کاروونکو پام ځان ته اړولی دی. هیله نجیب دا خبرې په دې وروستیو کې له بيبيسي سره په یوه مرکه کې کړې دي. هغې ویلي، چې د خپل پلار او کاکا د وژل کېدو له خبر څخه لومړنۍ خبره شوې وه. د هیله د روایت له مخې، هغه مهال نوموړې له خپلې مور او دوو خویندو سره په هند کې اوسېدله او د بيبيسي له خبرونو څخه د خپل پلار او کاکا د وژل کېدو خبره شوه. هیله وویل: «ما خبر په بيبيسي کې واورېد... چې پلار مې او کاکا مې په دار ځړول شوي دي.» نوموړې وايي، د دې خبر له اورېدو وروسته یې لومړی غبرګون دا و چې د ټلوېزیون انتن یې پرې کړ، څو مور یې د خپل مېړه د مړینې خبر له ټلوېزیونه وانه وري. وروسته یې له ملګرو ملتونو سره اړیکه ونیوله. هغې ویلي، ملګرو ملتونو دا خبر تایید کړ او وروسته یې موضوع له خپلې مور او د خپل کاکا له مېرمنې سره، چې په هند کې ورسره اوسېدې، شریکه کړه. هغې د هغې شېبې په اړه ویلي: «داسې احساس مې کاوه لکه ځمکه چې له پښو مې لاندې ولړزېده. ما تل احساس کاوه چې موږ یو ملاتړ لرو، خو هغه هم له ما لاړ.» خو د هیله نجیب لپاره د خپل پلار د وژل کېدو له خبر سره د هغې، د مور او دوو خویندو کړاو پای ته ونه رسېد. هیله نجیب وايي، هغه مهال شاوخوا ۱۸ کلنه وه او د خپل پلار او کاکا د جسدونو د راکښته کولو لپاره یې له ملګرو ملتونو او نورو ادارو سره خبرې او هڅې کولې. نوموړې وايي، شاوخوا یوه نیمه ورځ وروسته د کورنۍ هغه غړي چې په کابل کې وو، وتوانېدل چې د نجیبالله او د هغه د ورور جسدونه ترلاسه کړي او پکتیا ته یې انتقال کړي؛ ځکه هغوی ته په کابل کې د ښخولو اجازه نه وه ورکړل شوې. نجیبالله په ۱۹۹۲ کال کې د خپل حکومت له سقوط وروسته په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه وړې وه. د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر پر ۲۷مه، د طالبانو د واکمنۍ له پیل او کابل ته د هغوی د ننوتلو په لومړیو ساعتونو کې، نوموړی له خپل ورور، شاهپور احمدزي، سره په زور د ملګرو ملتونو له دفتر څخه وایستل شو او څو ساعته وروسته دواړه په دار وځړول شول.
King King🇨🇵💲✅
Region: IR
Tuesday 29 September 2026 03:43:02 GMT
Music
Download
Comments
Noor-R- Muqami 🇦🇫 :
انشاالله یو وخت به راشی زمونږ دی قهرمان لور به دی دی وطن رئیس جمهوره وی انشاالله ❤️❤️❤️
2026-09-29 06:39:39
16
Faizullah Sharifzai :
الله تعالی د ریښتنی او سپیڅلی شهید ته جنتونه ورکړی 🤲
2026-09-29 09:58:26
0
👑รαℓαα૨🪽 :
الله تعالی دې جنت ور نصیب کړی 🥺
2026-09-29 10:06:13
0
MK :
الله اکبر 🥹🥹🥹غیرت تا دی سلام
2026-09-29 05:54:01
15
شينـوارے🇦🇫🦅🇦🇬 :
الله ج دی ورته جنتونه ورکړي او قاتيلونو ته رب ښه ورځ نه ورکوي😰🤲
2026-09-29 05:30:47
11
Salman Yousafzai🥀🇦🇫 :
جار شم مشره 🥺
2026-09-29 05:57:08
5
King Afg :
یاد يی پخیر روح یی ښاد
2026-09-29 05:05:56
6
nagibullah03 :
2026-09-29 03:59:59
12
Sorab Safi :
2026-09-29 05:02:18
7
Farhan Khan.2025 :
😭😭😭😭😭😭😭😭😭😭
2026-09-29 08:17:00
1
Sarfaraz :
😭😭😭
2026-09-29 05:05:47
2
Sadiq.Khan.Niazi :
2026-09-29 05:24:21
2
🦅𓆩 ـسليبـــرټــــى𓆪🦅 :
2026-09-29 05:50:49
2
👑👑momand khan👑👑 :
2026-09-29 06:21:39
2
꧁༒☬ Yahyia Ahmadzai ☬༒꧂ :
2026-09-29 05:32:54
3
°.◇.sahilkhan.◇.° :
2026-09-29 06:25:41
1
najibullahtasal :
😢
2026-09-29 05:45:48
2
Itx khann Shahi :
2026-09-29 08:12:52
1
user7593611399888 :
😭😭😭😭😭😭😭😭😭
2026-09-29 05:37:35
3
🇦🇫 پکتياوال☝️🇦🇫 :
2026-09-29 06:08:14
1
Ali afghan 🫀0010 :
2026-09-29 06:20:24
1
حاجی ریس هلمندی :
2026-09-29 06:05:24
1
Ali afghan 🫀0010 :
2026-09-29 06:20:37
1
WATAN🖤 :
2026-09-29 06:23:37
1
nangyalhairan0 :
الله دي اوبخي
2026-09-29 05:26:02
4
To see more videos from user @user565234903, please go to the Tikwm
homepage.