@waqaswazir309: د زړونو تړون شاعر دلنواز محب وزير ` مرحوم ` لنډه پيژند ګلو : محب چې اصلی نوم یې دلنواز وو په کال 1=1=1962 کښې دا ممند خيل وزير په مخان کلی کې پيدا شوې وو . ممند خيل دا ميرانشاه روډ سره پراته دی . سبق یې تر لسم جماعت پورې وايلې وو خو دا غربت دا لاسه تعليم نيمګړې ترې پاتې شو . او په کال 2005 کښې یې دا دې فاني دنيا نه سترګې پټې کړې. ما به دا محب صېب يو غزل بار بار اوريدلو چې دمساز مروت او قاسم مروت وايلې دې. ما به دا قاسم مروت په اواز چې هم وايلې شوې دې هغه به مې زيات اوراولو زکه چې دا هغه اواز صفا پکې راغلې دې . ټول غزل خو راته ياد نه دې خو دا هغی غزل څو بيتونه څه داسې وو چې هم محفل هم به ياران وی زۀ به نۀ يم کله ښاد کله به وران وی زۀ به نۀ يم ځينې ښۀ ځينې به بد راپسې وائي خپل عمل به مې ګويان وي زۀ به نۀ يم که ګوټونه دا دنيا راپسې چاڼ کړې تور لحد به مې مکان وي زۀ به نۀ يم چې روستۍ خواهش مې پوښتې د زړۀ سره ستا ليدل به مې ارمان وي زۀ به نۀ يم په غزل کښې به مې نوم د `محب` اورې ستا په خلۀ به جار قربان وي زۀ به نۀ يم دغه غزل به ما بار بار اوريدلو خو دا پته به راته نه وو چې محب څوک دې څوک نه خو بس ډیر زیات خوند به یې راکولو هم داسې دا دمساز مرمت په اواز مې یې نور کلامونه هم اوريدلو . زما ډیر ارمان وو چې زه دا محب سره ميلاو شم . زه دا څه مجبورۍ له وجې دا پټولخیل ډوميل بنو نه ممند خيل وزير بنو ته په کډه راغلې يم . نو ما يو بل نه به دا تپوس کولو چې دا محب څوک دې ما ته دا پته نه وه چې زه خو دا محب صېب په کلی کې ديره يم . خو بس يو بل نه به مې تپوس کولو چا راته وويل چې محب خو هم دا دې ممند خيل وزير دې او هغه خو ډير مخکې وفات شوې دې او دا هغه کتاب هم چاپ شوې دې نو ما چې دا واوريدل زړه مې ډیر خفه شو او بیا مې ده کتاب تر لاسه کولو ارمان وو خو وخت چا ته انتظار نه کوي کله يو کار کله بل کار داسې داسې يوه ورځ مې ورارۀ راته وويل چې محب پیجنې ریښتیا هغه ممند خيل دې ما ورته وويل چې او ولې هغه ويل چې په کلاس کې دا يوه حلق سره دا ده کتاب دې . ما ورته وويل چې په هر قیمت وي دا کتاب ما ته ورنه راوړه . هغه صبا ته کتاب ترې راوړو دا زړونو تړون او اويې ويل چې بیا یې څو ورځې پس غواړی ما ورته وويل چې زه خو کتابونه ډیر کم ګورم لږ وخت به رانه اوخوری. ما دا کتاب لوستل شروع کړل. خو په کتاب کې یې څه داسې نشه وه چې دا سر دا اوچتولو مې ورنه اړو زړۀ نه کيدو . که زه ډیر مصروف هم ومه بیا هم په درې ورزو کې ټول اولوستلو. کتاب یې دومره خوندور وو چې څه الفاظ نشته راسره چې زه یې صفت پرې اوکړم . ولې چې که اوګورم نو محب صېب په خپله شاعری که هر څه چیړلی دی . په هر څه باندې یې شاعري کړې دا که پښتون ولی دا که ورور ولي دا که وطن دې ، که حقیقي مینه ده که مجازي مینه ده په هر اړخ تلې او راغلې دې . محب صېب وايي چې په دې درې واړو مې فخر دې محبه چې انسان یم مسلمان يم او افغان يم دا دې شعر نه دا معلومیږی چې دا محب صېب دا خپل قوم مذهب سره ډیره زیاته مینه وه . دا يوه عام انسان نه دا د شاعر سترګې په هر څه خلاصې وي او په هر څه پوهېږې . دا خبره هم ریښتیا دا چې هر مئين شاعر نشی کیدلې خو هر شاعر مئين کيدلې شي . مينه مينه دا هغه که دا خداې سره وي که دا وطن سره وي او که دا بل څه سره وي .دا حقيقي مينې ثبوت خو محب صېب په دې شعر کې ورکوی چې اې محبه ! نشېمن به دې جنت شی پاک قران ځان ته رهبر کړه که پوهېږې دا پښتو په حقله که اوګورې نو محب صېب واي چې پښتو نوم دې دا درنو درنو خويونو تش په خولۀ خو به ډير خلق پښتانه شی که دا وطن په حقله اوګوري ورته نو واي چې ازغو یې سخت ډېر زوراولې یمه خو دا چمن سره مې مینه هم شته محب دا هر چا په شان خيټه لرم خو دا وطن سره مې مینه هم شته دا محب صېب شاعری زه خو به دا اوايم چې ژوندې شاعری یې ده چې په هر دور کې به دا ده دا شاعرۍ وخت وی . داسې شاعری یې کړې دا چې په ځینې ځینې کلامونه خو یې داسې دی لکه پرون یې چې لیکلی وی . شاعری وای هم دې ته . محب صېب چې ډیرو صنفونه کې یې شاعری کړې دا لکه حمد ، نعت ، غزل ، نظم ، سندره ، چاربيته ، ټپې . په هر څه یې نظر خلاص وو. ټپې یی که اوکتلې شی نو ډیر خوندورې او دا نن دور درس دې پکې . دا محب صېب يو ټپه دا چې محب صېب ډیر ښکلې سبق ورکړې دې پکې خواران په لږ څه خوشالېږي محبه ! پریږده دا خانانو محفلونه يا دا بله چې راځۍ دا زړو ساتل چې زده کړو په بیت الله نه په رب ډير ګران دی مئينه محب صېب دا محبت ستاینه هم کړې دا او ښکاری چې ډير دا محبت نه ډک انسان وو او زوریدلې هم وو محب صېب واي #waqaswazir309hk #waqaswazir309 #pashtotappy #blackdance #blackvideo

🌹waqas wazir 🔥🌹
🌹waqas wazir 🔥🌹
Open In TikTok:
Region: PK
Tuesday 29 September 2026 14:30:51 GMT
12473
701
23
94

Music

Download

Comments

mahboob.afghan2
Mahboob Afghan :
بشك
2026-09-29 18:11:47
1
nasirk327
nasirk327 :
2026-09-29 17:38:10
1
assedkhan985
assedkhan985 :
2026-09-29 18:56:47
0
zubairkhani35
💥Zubair Khan 💥 :
🥰🥰🥰
2026-09-29 20:54:32
0
badshah.wazir9708
BadShah Wazir :
🥰🥰🥰
2026-09-29 19:52:09
0
shanti0s
Shanti :
[Like][Like][Like]
2026-09-29 19:09:28
0
sirf.tum0587
Sirf Tum :
[Heartwarming][Heartwarming][Heartwarming]
2026-09-29 17:38:47
1
muhibwazirestane
MUHIB WAZIRE 🇦🇪 :
🌺🌺🌺
2026-09-29 19:09:12
0
muhibwazirestane
MUHIB WAZIRE 🇦🇪 :
💞💞💞
2026-09-29 19:09:10
0
shahhussain497
Shah Hussain :
😭😭😭
2026-09-29 18:23:04
0
mnasirkhan695
M Nasir Khan695 :
🥰🥰🥰
2026-09-29 18:15:50
0
azizullahwazir98
azizullahwazir98 :
[Hands open][Hands open][Hands open]
2026-09-29 17:15:15
0
amanulah3344
Aman :
🥰🥰🥰
2026-09-29 17:00:58
0
sajidullah.marwat
Sajid khani :
❤️❤️❤️
2026-09-29 16:56:06
0
nawb018
دا پیزو گل مروت :
💕💕💕
2026-09-29 16:31:56
0
mirazmkhan4
mirazmkhan4 :
❤️❤️❤️
2026-09-29 16:13:49
0
zainafridimalang
Z Malang Jan 804قیدی :
🥰🥰🥰
2026-09-29 16:01:28
0
user241625024afridi
AFD 302 🦅💊 :
💔💔💔
2026-09-29 15:26:55
0
user241625024afridi
AFD 302 🦅💊 :
❤️❤️❤️
2026-09-29 15:26:53
0
mushtaqmarwat226
Marwat11 :
[Heartwarming][Heartwarming][Heartwarming]
2026-09-29 15:16:10
0
fazalkarimkarim125
fazalkarimkarim125 :
🥰🥰🥰
2026-09-29 14:50:00
0
zeshan_sawbiwal
🤐NO NAME🤐 :
🥰🥰🥰
2026-09-29 14:39:06
0
uabdullah_edits1
🅐ᗰ_ :
[Heartwarming][Heartwarming][Heartwarming]
2026-09-29 19:22:14
1
To see more videos from user @waqaswazir309, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About