@k.s4330: زه چې مړ شم یاره هیڅ به هم ونه شي د ډاکټر صیب وروستی خبر به واوري خدای دې وبخښي وصال نور دلته نشته په روغتون کې به خاموشه ژړا وشي تمثیلي اوښکې به ډېر دوستان را توی کړي صرف دوه ورځې به څوک په خندا نه شي زه چې مړ شم یاره هیڅ به هم ونه شي زه چې مړ شم یاره هیڅ به هم ونه شي دا نږدې یاران را یاد شوه، ددوی حال به په اول کې به زما په مرګ ځوریږي څه موده زما له مرګه څخه وروسته دوی به بیا د شپې وړوکی محفل جوړ کړي او زما تشه به نور نه احساسیږي زه چې مړ شم یاره هیڅ به هم ونه شي اوو ریښتیا هغه زما معشوقه نه ده؟ د هغې به هم له یاد او مغزو اوځم لکه څنګه چې یې اوس په زړه کې اوسم بیا به دا هم د بل چا د زړه مشال شي ترینه هېر به یم، د مرګ چې مې یو کال شي ددوی ټولو به را ټول له ما نه زړه شي زه چې مړ شم یاره هیڅ به هم ونه شي په هر ځای کې به زما داستان شروع وي ښه ځواني یې وه، خو خوښ نه وو له ژونده صرف دوه ورځې به تود خپګان شروع وي فقط مور به مې تر ډېره ډېره ډېره یادوي به مې هیڅ نه به شم ترې هېره {{وصال ریان}}