@thepageofimagination: زه پېدا کړے خدائے آزاد يمه ملا مه کوه ته ماته څه وې چې هغه مه کوه دا مه کوه خارو ته وايه نغمې مه وايه ګناه مه کوه چينار ته وايه د سيلۍ سره ګډا مه کوه نمر ته هم وڅنډوه ګوته چې رڼا مه کوه سپوږمۍ ته هم کړه سترګې برندې چې ځلا مه کوه د چا د غاړې لونګين به وږمې نه خوروي د چا د لاس بنګړو ته وايه چې شړنګا مه کوه نغده بوسه اخله باور يې په سبا مه کوه په ديدنونو کښې د چا سره نسيا مه کوه ځنې خبرو کښې دليل د لېوني زړۀ منه بعضې کارونو کښې پوښتنه د هيچا مه کوه مونږه جامونه پورته کړي دي د مينې په نوم په دې خمار خمار ماحول کښې راته نا مه کوه لکه نو تا زما په خله هډو يقين نه کوو؟ لکه نو ما به تاته نه وې چې پروا مه کوه امجده دا اولس کوي اجتماعي خودکشي امجده دوي له د ښې ورځې تمنا مه کوه
د خیال پاڼه ☘️
Region: PK
Thursday 01 October 2026 14:02:48 GMT
Music
Download
Comments
🍁Khan kpk 786🍁 :
[Heartwarming][Heartwarming][Heartwarming]
2026-10-02 15:40:21
0
Nasir Khan :
[Heartwarming][Heartwarming][Heartwarming]
2026-10-01 19:12:50
0
⚜️زاويار مهمند⚜️ :
🌸🌸🌸
2026-10-01 14:05:46
0
@MR-saddu::::::::::> :
💐🌾🍃
2026-10-29 19:03:52
0
To see more videos from user @thepageofimagination, please go to the Tikwm
homepage.