@silent06576: مونږ محبت کړے دے ، مونږ لويه ګناه کړې ده نيمه جانان کړې ده ښه ده نيمه ما کړې ده مونږ د يو بل نه پټ ساتلي دي د زړه داغونه ما له جانان کړې ده غلا ، جانان له ما کړې ده ما محبت او پښتو دواړه سربالا ساتلي ما د جانان سره په زړهٔ د زړهٔ سودا کړې ده زۀ که په ګل وايمه تور ، نو ګل په ما وايي تور مونږ دنياوال يو مونږه زدکړه له دنيا کړې ده " وهابه " زۀ ضمير ته ځکه ملامت نهُ يمه هغۀ چې څه کړې دي ما ورته دعا کړې ده مرحوم بیتاب تختی خیل @𝘽 𝘼 𝘿 𝙎 𝙃 𝘼 𝙃