@fr_hamdard: غزل _____ شاعري دې رانه غواړي موسیقي دې رانه غواړي بس هم دا مې زندګي ده زندګي دې رانه غواړي په هوا کې ګرده ګرځه چې غزل غزل غزل شې د سپوږمۍ له شپوله پاتې شه بنګړي دې رانه غواړي چې مې وس نه وي بیوسه یم کتلی درته نشم او چې وس مې کله رسي بیوسي دې رانه غواړي دا چې سترګې د چا رپي ولې رپي څه خبر یې چې رایاده شوې نو راشه اسویلي دې رانه غواړي سر خو نه یې چې دې ورکړمه زړګیه ته خو زړه یې نا به څنګه ورته وایم په مرګي دې رانه غواړي پیښور درباندې تنګ دی ځه چې بلې خوا ته لاړ شو خپل دې نه غواړي سعوده او پردي دې رانه غواړي ___________________________________ سید شاه سعود / / ډېر د ملا نه متاثر دی باچا جي هم اوري۔ که د جومات د مونز پابند دی موسیقي هم اوري۔ په تصور کې د چا سرې شونډې کافرې هم خوري۔ چې شاعرۍ ته شي غزلې شرابي هم اوري۔ په ځېنې ځای کې هوښیاري موښیاري نه چلیږي۔ خلک خبره د یوه نیمې سړي هم اوري۔ هغه پې مخی هلک هم په سیاست پوهه شولو۔ اوس تقرېرونه د غدار غدار ولي هم اوري۔ د شپې اخره کې پاڅېږي تهجد هم کوي۔ په سپینو لیچو چې شړنګیږي نو بنګړي هم اوري۔ سړه سړه سیلۍ چلیږي په کنډو به ناست وي۔ سکڼي ماښام کې هغه خپله تنهایي هم اوري۔ ما اورېدلي دي څه خلک دې مزي ترې اخلي۔ د دیواله شاته وي ناست زمونږ زبیرګي هم اوري۔ غوږ یې نیولی وي او خوند یې له خبرو اخلي۔ چې بلالو خبره ختمه کړي راهي هم اوري۔ نایاب با ذوقه دے څه بل شانتې باذوقه دے نو۔ رباب که اوري تلاوت د دې قاري هم اوري۔ سراج الدین نایاب / / / ورو ورو درپسې لاړم له بدنه لکه روح په پته مې څوک پوی نه دي تر ننه لکه روح د ژوند وجود زخمي دی خو فرياد يې ساته تاند ميده ميده ګرځېږه پکې فنه لکه روح مړه مړۀ مې درکتل خو دا مې کله وو ګمان چې ته به غونډوې رانه لمنه لکه روح يقينه ته چې لاړې داسې لاړې ،چې بس لاړې پيدا مې نه کړې بېرته په پوښتنه لکه روح ممتازه زه د تلونکو لمحو نه نيسمه پښې دوی هم چا سره هېڅ نه کوي ژمنه لکه روح/ / / کهٔ څوک خبر شو چې د ماتو بننګړو څهٔ قيصه ده یقین دې وشه چې لهٔ روغو نه به زیات خرڅېګي ابرار غر #pushtopoetry #trending#fyp#poetry#tiktok

🥀@HₐمDₐᵣد
🥀@HₐمDₐᵣد
Open In TikTok:
Region: SA
Tuesday 06 October 2026 03:21:51 GMT
2699
127
6
13

Music

Download

Comments

farooqafridi32
Farooq Afridi :
2026-10-06 07:03:13
0
shahkhalidshinwari2
shahkhalid shinwari :
👍👍👍
2026-10-06 06:05:14
0
noorislam6180
Noorislam khan :
[Heartwarming][Heartwarming][Heartwarming]
2026-10-06 05:10:51
0
malak.tufail6
Malak Tufail :
😭
2026-10-06 05:05:31
0
realpukhton
♥︎سیـــاہ بَخـتـــ♥︎ :
❤️❤️❤️
2026-10-06 03:41:40
0
sher.khan804001
Ali.804♥️♥️♥️♥️🌹🌹🌹🌹 :
[Red heart][Red heart][Red heart]
2026-10-06 08:44:27
0
To see more videos from user @fr_hamdard, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About