@anas.malang12: #usa🇺🇸 #uktiktok #fypシ #afghanistan🇦🇫 #viral هې استاده!ته کامیاب شوې، موږ دې یوازې پرېښودو... ته د رسول الله ﷺ تر څنګ ولاړې. تا هغه مقام ترلاسه کړ چې رسول الله ﷺ یې لس ځله ارمان کړی وو. تا هغه مقام ترلاسه کړ چې خالد بن ولید رضي الله عنه ورپسې د بدن لویشت لویشت زخمونه کړي وو. ته کامیاب شوې، خو موږ لا په امتحان کې ګیر یو. ته موږ ته استاد وې، زموږ د زړه ټکور وې. کله چې به مو زړه ستړی شو، ستا خبرې به مو زړه ته ډاډ راکاوه. کله چې به مو فکرونه ګډوډ شول، ستا خبرې به مو لارې ته برابرول. ته یوازې زموږ د درس استاد نه وې؛ ته زموږ د فکر لارښود وې، زموږ د زړه ډاډ وې، زموږ د امید یوه برخه وې. ته موږ ته له هغو ۱۰۰۰ تش په نامه علماوو څخه زر چنده بهتره وې، چې قرآن او حدیث یې د مېلمستیاوو لپاره په سینه کې ساتلي دي؛ خو ته داسې نه وې. ستا علم یوازې په الفاظو کې نه و، ستا علم په عمل کې و. ستا خبرې یوازې د مجلس خبرې نه وې؛ ستا ژوند خپله یوه خبره وه، ستا کردار خپله یوه وینا وه. ته موږ ته صلاح‌الدین ایوبي رحمه الله وې؛ هغه نوم چې د امت د عزت او بیت المقدس د آزادۍ له یاد سره تړلی دی.ته موږ ته طارق بن زیاد رحمه الله وې؛ هغه نوم چې د عزم، هوډ او نه شاتګ کیسه راژوندۍ کوي.خو افسوس...زموږ امت په ډېر بې‌ارزښته خوب ویده دی. امت داسې خوب وړي چې د خپلو ریښتینو استادانو قدر هغه وخت کوي چې نور یې زموږ تر منځ نه وي. موږ د ژوندي انسان خبرې ډېرې وخت نه اورو، خو چې له موږ لاړ شي، بیا یې هره خبره په یاد راولو. استاده!ته لاړې، خو ستا خبرې پاتې شوې. ته له موږه جلا شوې، خو ستا یاد زموږ په زړونو کې پاتې شو. ستا د درس هغه شېبې، ستا د خبرو هغه انداز، ستا د نصیحت هغه جملې، ستا هغه نظرونه چې زموږ زړونو ته به یې لار پیدا کوله؛ دا هر څه اوس زموږ د تېر وخت یادونه دي. څومره سخته ده چې انسان د خپل استاد د لیدلو ارمان وکړي، خو استاد یې نور د دې نړۍ په لارو کې ونه ویني.څومره سخته ده چې څوک د یو داسې انسان په لټه کې شي چې پرون به یې ورته د ژوند لار ښودله، خو نن یې یوازې نوم په خوله پاتې وي. موږ به بیا ستا مجلس ته څنګه راشو؟ موږ به بیا ستا مخې ته څنګه کښېنو؟ موږ به بیا د هغه استاد له خولې د نصیحت خبرې څنګه واورو چې نن یې زموږ تر منځ غږ چوپ شوی دی؟ استاده!ته کامیاب شوې، خو موږ لا په امتحان کې یو. ته له دې فاني دنیا څخه د خپل رب په لوري روان شوې، خو موږ لا دلته پاتې یو؛ لا زموږ امتحان روان دی، لا زموږ د لارې دوړې نه دي پاکې شوې، لا موږ نه پوهېږو چې د ژوند په پای کې به زموږ نتیجه څه وي. همدا فکر مې زړه ماتوي. ته لاړې، خو موږ ته دې یو لوی سوال پرېښود: موږ به ستا له تګ وروسته څه کوو؟ ایا یوازې به دې یادوو؟ ایا یوازې به ستا په خاطر اوښکې تویوو؟ که به ستا خبرې په خپل ژوند کې عملي کوو؟ که به هغه لاره تعقیبوو چې تا موږ ته ښودلې وه؟ زه چې دا لیکنه کوم، دا یوازې یوه لیکنه نه ده. دا زما د زړه د درد یوه کوچنۍ برخه ده. هغه درد چې هره جمله یې نه شي بیانولای؛ هغه درد چې کله انسان یوازې شي، د زړه له تل څخه راپورته کېږي. داسې درد چې سترګې یې په اوښکو نه شي ختمولای او ژبه یې په الفاظو نه شي بیانولای. ځینې انسانان له موږه لاړ شي، خو داسې تشه پرېږدي چې په زرګونو انسانان یې ځای نه شي نیولای.ته هماغه انسان وې، استاده!ستا تشه به یوازې د یوه استاد تشه نه وي؛ دا به زموږ د مجلس تشه وي، زموږ د لارښوونې تشه وي، زموږ د زړه د هغه ټکور تشه وي چې موږ به یې په سختو شېبو کې موندلو.افسوس چې موږ ډېر ناوخته پوه شو چې ځینې خلک څومره لوی نعمت وي.افسوس چې د ځینو قدر هغه وخت راته معلوم شي چې نور زموږ تر څنګ نه وي.استاده!که نن ستا د قبر پر لور زموږ لاسونه رسېدای، شاید یوازې دومره به مو درته ویل:موږ دې یادوو... موږ دې له لاسه ورکړی... او ستا تشه مو په زړه کې ده. خو موږ ستا لپاره لاسونه اسمان ته پورته کوو. یا الله!زموږ د استاد مقام لوړ کړه. یا الله! د هغه ټولې هڅې، ټول علم، ټول خدمت او ټولې نېکې خبرې ورته د صدقې جاریې سبب وګرځوه. یا الله! که موږ د هغه د حق ادا کولو کې پاتې راغلي یو، ته یې په خپل فضل سره جبران کړه. یا الله!هغه موږ ته ډېر څه را زده کړل؛ ته موږ ته توفیق راکړه چې هغه څه هېر نه کړو. هغه موږ ته لار وښوده؛ ته موږ ته توفیق راکړه چې په هغه لار روان پاتې شو. هغه زموږ د زړونو ټکور و؛ یا الله، اوس چې هغه نشته، زموږ زړونو ته صبر راکړه. یا الله! ماته صبر راکړه... ځکه چې زه چې دا لیکنه کوم، دا یوازې د قلم لیکنه نه ده؛ دا زما د زړه درد دی... دا زما د سترګو پټه اوښکه ده... دا زما د استاد د فراق یوه کوچنۍ چیغه ده. استاده!ته کامیاب شوې... خو موږ لا په امتحان کې یو.

انـــــــــس ملنـــــــــگ💔
انـــــــــس ملنـــــــــگ💔
Open In TikTok:
Region: US
Tuesday 06 October 2026 17:05:43 GMT
4603
1504
139
16

Music

Download

Comments

dycm3og1h943
ق :
الله دئ جنت الفردوس نصیب کړی
2026-10-07 03:00:12
1
ulfat.janan7
ulfat janan :
😭😭😭شهید جانان می
2026-10-06 20:31:51
1
user2748136137561
❤❤ابومصعب❤❤ :
تقبله الله♥️♥️
2026-10-07 04:17:11
0
gycycuvjc
Gycycuvjc :
2026-10-07 04:29:21
0
bilalkarak6
Bilalkarak :
2026-10-07 02:57:49
0
gycycuvjc
Gycycuvjc :
2026-10-07 04:29:18
0
user9782716709286aaaaaaa
✔ملک✔ :
2026-10-07 02:20:43
0
adnan.shki.wal
🥀عدنان وزیر ستانی 🇦🇫 :
2026-10-07 03:18:25
0
adnan.shki.wal
🥀عدنان وزیر ستانی 🇦🇫 :
2026-10-07 03:18:13
0
thkhan98
Th Khan :
😭😭😭😭
2026-10-07 03:39:53
0
user386136538200
Akhtar :
[Sticker]
2026-10-07 01:08:48
0
httpsvt.tiktok.comzsv18e
انس ملنگ💔 :
😭😭😭
2026-10-06 17:08:50
1
anas.edit849
Anas edit :
🥰🥰🥰
2026-10-06 17:10:31
1
abdurehmansamsoor3
عبدالرحمن :
🥰🥰🥰
2026-10-06 17:09:55
1
user2554995808236
محمد نور :
🌹🌹🌹
2026-10-07 04:40:16
0
user6969907454625
بدر غوربندی :
🥰🥰🥰
2026-10-07 04:37:51
0
mnswrdlawr011gmail.com
💔🚶دلاور❤🏃 :
🥰🥰🥰
2026-10-07 04:46:31
0
usman.lawal95
user40410274240 :
❤️❤️❤️
2026-10-07 04:49:00
0
user82052076074715
وقاص نقشبندی :
🥰🥰🥰
2026-10-07 04:44:53
0
user3017506810314
نظامی جانان :
🥰🥰🥰
2026-10-07 04:42:46
0
afghan.sahb09
عبدالرحمان رحمانی :
😭😭😭
2026-10-07 04:42:40
0
ahmadzaiahmadzai51
♥ګمنـام شـهـید :
😥😥😥
2026-10-07 04:46:27
0
usman.lawal95
user40410274240 :
🥰🥰🥰
2026-10-07 04:49:03
0
user4208271626822
ذاکر مهاجر :
😭😭😭
2026-10-07 04:36:18
0
anedite32
AN edit :
🥰🥰🥰
2026-10-06 17:12:10
0
To see more videos from user @anas.malang12, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos

Just a little explanation on how I make my quotes  I write all my quotes myself, usually from my own experiences, thoughts, things I’ve learned, and what I’ve observed in life. I also take inspiration from writers and philosophers like Yukio Mishima, Fyodor Dostoevsky, Arthur Schopenhauer and Friedrich Nietzsche but I don’t copy their ideas or quotes. I’m constantly reading and learning more about philosophy because I genuinely love it. I write, rewrite and edit everything myself, including the animal descriptions and the voice/sound used in the quote. So yeah, each post takes more time than it might seem. Thank you for all the support.   Moose (Alces alces)is the largest member of the deer family, known for its enormous size, long legs, broad muzzle, and impressive antlers. Adult males, called bulls, grow large palmate antlers that they use during the breeding season to compete with other males. Despite their massive bodies, moose are strong swimmers and can move surprisingly quickly through forests and wetlands. Moose are symbols of strength, independence, resilience, and quiet power. They thrive in boreal forests, wetlands, lakes, and cold northern regions across North America and Eurasia. Their long legs allow them to move through deep snow and marshy terrain while their broad muzzle helps them feed on aquatic plants, leaves, twigs, and bark. Fun fact: Moose can dive underwater for more than 5 metres (16 feet) and remain submerged for around 30 seconds while feeding on aquatic vegetation. #Moose #AlcesAlces #Wildlife #Strength #Nature

About