مسلسلې برابرې پیدا کیږي
له خبرو نه خبرې پیدا کیږي
یو خو ستا د سترګو کلی شاهد نه دی
دلته نورې هو ګورګورې پیدا کیږي
مقابل کې مو دې لاس نه دی ټیټ کړی
کنه ښې ډېرې ډبرې پیدا کیږي
لکه میندې، لکه خویندې، لکه حورې
په خلقت کې دې شکرې پیدا کیږې!
ناز له ډاره درته نه شو درکولی
ښکلیه بیا خو دې وزرې پیدا کیږي
رضوان ګران
2026-10-10 05:09:43
1
To see more videos from user @broken_hamdard_2, please go to the Tikwm
homepage.