@aestheticspukhtanah: نفستونه شول غالب نفستونه شول غالب ددې غمـه ژړېـږم بې کاره بې تعلیمه راته پاتې خپل اولاد شو پښتون غریب برباد شو ꧁ ༺ ༻ ꧂ نفستونه مخالف شول خیالونه مختلف شول د کور بغض او حسد مونږ لره نه دی مناسب نفستونه شول غالب ꧁ ༺ ༻ ꧂ هر څوک ګته د ځان کړي وطن به څوک ودان کړي د قوم مینه له زړونو نه بهر شوه ښه پوهېږم ددې غمـه ژړېـږم ملک صاحب دی جوړ وي په ګېډه دی دی مړ وي د خوار او د غریب پوښتنه نشته څه فساد شو پښتون غریب برباد شو ꧁ ༺ ༻ ꧂ سید د خپل سیادت د ځان غواړي عزت قسم دی ما ونه لید د وطن د خیر طالب نفستونه شول غالب ꧁ ༺ ༻ ꧂ څوک میا او څوک ملا شول د کسب نه تښتېدلي شول وايي کسب و کمال څه کړم شکرانو باندې مړېږم ددې غمـه ژړېـږم ꧁ ༺ ༻ ꧂ نه ننګ شته نه غیرت نه خاورې ته خدمت तस्वीर 3 (पेज 61) که حق وایم وېرېږم که نه وایم پرسېږم د ځینو کارکنانو کاروي وړ د تعجب نفستونه شول غالب ꧁ ༺ ༻ ꧂ په ځای د عدالت ما ولید تجارت له غمه شم ترور یو نیم مامور نه چې خبرېږم ددې غمـه ژړېـږم ꧁ ༺ ༻ ꧂ خاونده مونږ اصلاح کړي دنیا کې سر بالا کړي د پردۍ غلې له خپل کاله دی هر سړی مل د فساد شو پښتون غریب برباد شو #new_trending #pashto #fyp #viral
Aesthetics - پختانه
Region: PK
Thursday 08 October 2026 21:12:44 GMT
Music
Download
Comments
soniaambreen70 :
ah our Malang Jan baba. we are still in same situation...even worse than that🙏
2026-10-10 18:18:11
0
sibghatullah haleemi :
بلکل
2026-10-10 04:09:54
0
🆁🅰🅷🅼🅰🅽 🇦🇫🫶🇵🇰 :
2026-10-08 21:17:22
3
Noor Ali Khan :
افغان برباد شو ۔ 😭😭😭
2026-10-11 00:52:35
0
Mustafa Kakar :
بیشکہ
2026-10-09 14:05:25
1
Esrar @ ? :
2026-10-10 06:28:54
0
💞💞ابو خلفان 💞💞 :
💞💞💞
2026-10-09 15:52:27
0
Naseer Khan :
🥰🥰🥰
2026-10-10 19:00:57
0
To see more videos from user @aestheticspukhtanah, please go to the Tikwm
homepage.