@fr_hamdard: نظم د خدای په نوم باندي شروع وکړه، نڅا وکړه محبت سازي جلۍ هله بسم الله وکړه نن مي بې خوده کړه له خوده مي په شا يوسه زما پر ذات باندې دانه وانه عذاب وشينده پر دې صحرا وجود سړه تبه راواړه پر مخ يې څاڅکي ستا د حسن د درياب وشينده خلګو ته وښيه چي مينه بايد څنګه وسي؟ ګلاب را واخله پر صفحو يې د کتاب وشينده ستا اداګاني ښيي ته که چيري نره وای محبت سازي جلۍ خاص به پيغمبره وای ستا د ښایست تشبه راوتې له جنته ده ته له هغه خاوري يې جوړه، کوم چي حوري دي ستا له خندا نه موسیقي جوړه ، اذان جوړ دی او ستا خبري بيا له ذاته د سندري دي ستا لوپټه لکه بيرغ دومره خوږه آيسي سترګې دي جوړي د شينوارو له ګورګوري دي زما د ژوند د هر پړاؤ خوږه شېبه اوسه محبت سازي جلۍ زړه کي مي دېره اوسه زه ارغوان يمه ضرور در پسي مخ اړوم لکه د لمر غوندي په ښار چي را څرګند ته يې لکه يوسف پوري تړلې د يعقوب بينايي زما په روح پوري همدغسي پيوند ته يې هله را وغږېږه غواړم چي غزل وليکم زما د شعر نوې خبره ته يې، خوند ته يې لکه امېل دي زه په غاړه کي په دار ښه يم محبت سازي جلۍ زه په زړه بيمار ښه يم مخ ته مي کښېنه ، چي حواس سمه ساه واخلي ته د لمر عکس يې او زما بيخي ساړه کيږي زه د هغه زخم په څير يم چي درمل غواړي او له درمل پرته! ټول ژوند پکښي اوبه کيږي کب له اوبو پرته د خدای په روی هم ساه نه اخلي څه څه له تا بغيره ژوند!؟ دا له ما نه کيږي ګنهکاريږم که مکان ته لا مکان وايم محبت سازي جلۍ ژوند ته خدای پامان وايم حيدر اياز #pushtopoetry #trending#fyp#poetry#tiktok
🥀@HₐمDₐᵣد
Region: SA
Friday 09 October 2026 12:54:47 GMT
Music
Download
Comments
🦅Tufail Jaan .T💞💞M🦅 :
pata Sa shwe dee💔
2026-10-09 14:39:46
1
♥️ژوند پرست ھلک♥️ :
😭😭😭😭😭
2026-10-09 17:30:15
0
Ayaz sherpao :
♥️♥️♥️
2026-10-09 16:53:58
0
sh ahmad :
🥰🥰🥰
2026-10-09 16:47:08
0
🇦🇫 (جبارخیل )Mohammad.S☘️ :
[Heartwarming][Heartwarming][Heartwarming]
2026-10-09 15:57:07
0
Aslam Safi :
🥰🥰🥰
2026-10-09 15:51:26
0
Salar Bettani :
❤️❤️❤️
2026-10-09 15:38:12
0
Z A K I R 💫 :
🥰🥰🥰
2026-10-09 13:53:44
0
Muhtaram Turab Afghan11111 :
🌹🌹🌹
2026-10-09 13:07:18
0
Imran saLar :
[Heartwarming][Heartwarming][Heartwarming]
2026-10-09 13:06:10
0
M<>wafa :
🥰🥰🥰
2026-10-09 17:34:55
0
To see more videos from user @fr_hamdard, please go to the Tikwm
homepage.