@zma_ghazal: ذري ذري شي چې رنړا ته رسي لمر ته رسي ستورې د سختو نه تېرېږي چې سحر ته رسي چې نښه وي مئين کوڅې د جانان وپيژني دمات ټېکري په درک سړي ګودر ته رسي په ما هم هغه څوک د کفر ګواهي ورکوي ځوک چې زما په زور محراب ته ځې ممبر ته رسي په کربلا کې به سحر وي رڼا شوې به وي چې د حسين پريکړې سر د يزيد در ته رسي د منزل ستړي د منزل په مخکي هېڅ هم نه وي له غرونو اوړي چې سيندونه سمندر ته رسي د محبت په ژبه هغه ليوني پوهېږي د چا د زړه د زخم ځړيکه چې ځيګر ته رسي شوګر هغه وي چې شپه تري سترګې پټې نه کړي اسويلي هغه وي چې تاو يې ستمګر ته رسي د خوشحال خلي ترينه کوم تيره ته وتښتوو د اورنګزيب د آس د پښو دوړه خېبر ته رسي غر د پېريانو ښاپيري د توره بان وراسي زمونږ د مينې قيصه سر وخوري چې سر ته رسي ته د صابر زړۀ دردوي تا له مزه درکوي ما سره غم دی چې ازار يې ستا نظر ته رسي هغه د مينې ليوني به پکي څوک پېژني دنیا به نوره وي صابر چې پېښور ته رسي صاحب شاه صابر #fyp
زما غزل غزل جانانہ 🫀
Region: PK
Tuesday 13 October 2026 05:42:49 GMT
Music
Download
Comments
user87577471760 :
nic
2026-10-13 10:01:41
0
Hafeez Khan :
🥰🥰🥰
2026-10-13 13:52:21
0
shergul khan :
🥰🥰🥰
2026-10-13 13:42:43
0
زاکـــــــر عا جـــــز :
[Heartwarming][Heartwarming][Heartwarming]
2026-10-13 11:25:22
0
زاکـــــــر عا جـــــز :
[Red heart][Red heart][Red heart]
2026-10-13 11:25:16
0
muhammad zahir :
🥰🥰🥰
2026-10-13 10:58:30
0
سلیمان خیلوی :
❤️❤️❤️
2026-10-13 10:43:24
0
Subhan Momand🇦🇬 :
🥺
2026-10-13 09:27:01
0
👑 Yasir King 👑 :
🥰🥰🥰
2026-10-13 06:53:36
0
Habib Rehman :
[Heartwarming][Heartwarming][Heartwarming]
2026-10-13 06:27:16
0
Noorzamin :
🥰🥰🥰
2026-10-13 05:52:17
0
Hafeez Khan :
💐💐💐
2026-10-13 13:52:24
0
To see more videos from user @zma_ghazal, please go to the Tikwm
homepage.