@fr_hamdard: مصطفی سالک د کومې جینۍ یار دی؟ که د سالک نوم چرته یادیږي هرو مرو به مو ذهن ته پاتې شه باران دریږي سالک صاحب په کال1352 ه،ش کې وزیږید په کال 1368 کې له دولسمه فارغ او په همغه کال د دعوت او جهاد پوهنتون د ادبیاتو محصل شو په کال 1372 کې له پوهنتونه فارغ شو له هغې را په دې خوا یې په همدې پوهنتون کې د اسیسټانټ استاد په هیث دنده شرو کړه په کال 1395 کې یې د پیښور پوهنتون د ادبیاتو ماسټرۍ سند تر لاسه کړ د سالک صاحب شاعري هوبهو لکه د سپین غره د ویالې روانې اوبه روانه ده شاعري یې ځانګړې ښکلا او تغزل لري دی لیکوال هم دی او شاعر هم سالک صاحب په ناول وپیژندل شو هغه ناول پاتې شه باران دی ورپسې یې شاعري رامخکې شوه شاعري تر نثر او نثر یې تر شعره خوږ او او ښکلی دی ، لوستونکي له ځانه سره اخلي، سالک صاحب په ښکلا تر ډیره ښه او معیاري غږیږي. زموږ د ذوق په معیار جوړې جلکۍ چیرته یوه په موږ مئینه نه شوه * زړه مې نه ګوري؛خو سپینه ږیره ګوري د ګاونډ جینکۍ ټولې لیونۍ دي * سالک په بل کلي کې مینه کوي یه د ګاونډ جینکو زهر وخورئ * چې دې بلله لیونۍ سالکه څنګه ده اوس هغه جینۍ سالکه * لیونۍ شې چې تهمت ورباندې واېې مصطفی سالک د کومې جینۍ یار دی؟ * زمونږ ده کلي لېونئ جينکۍ الته ده حورو سرداراني به وي * داسې نه ده چې ته لاړې غزل لاړو اخوا، دېخوا ګوره ډېرې جینکۍ شته * زه د هغې نجلۍ لالی پاتې یم ملګرو ځکه خو زلمی پاتې یم * حسن یوازې جینکو کې نه دی په کتابونو باندې سوی یمه * غزل ژوند تورې تیارې دي، څۀ اسره راکړه ځه د لمر وجود نۀ یوه زره راکړه دا ښاري ښایست خو زما خوښ نۀ شو خدایه! د ځنګلونو منظره راکړه خال دې لکه لال شو مبارک دې شۀ ماته مې د خپل وجود ایره راکړه شونډې به دې ښکل کړمه خو سترګې هم خیر دی دا غزلې ورسره راکړه زلفې یې چې ستایم، زړۀ دې زخم شي شــــــــــــیخه الله ماته دا دره راکړه روح کې چې یې ستوري نڅول زما بیا هغه ستار، هغه حجره راکړه زۀ به دې لۀ مستو سترګو وګرځم تا چې دا غزله هم کره راکړه زړۀ مې پوهېده چې تۀ به څۀ غواړې هسې دې سالکه اشاره راکړه ** ته که ویده وې ستا ښکلا ویښه وه ځکه خو ټوله شپه ویده نه شومه * . زه او یار می صدقه له محمده مور او پلار می صدقه له محمده دا خبری شاعری او کتابونه ټول افکارمی صدقه له محمده ** نو زه به هم څه مجبوری لرمه جانان له مانه خپه کيږی ولي؟ ** سالک د ښکلو بتان نه جوړوي دی مسلمان دی څه ازر خو نه دی ** ستا د اوربل ستا د رخسار ستا د لیمو کیسه ده څه مختصره اوس زما د ورځو شپو کیسه ده ماته ښکاره ده د شبنم او د ګلاب فلسفه زما په غېږه کې بس ستا د غوړېدو کیسه ده په ګلورین خلوت کې ستا د شونډو لمس غواړم دا په جنت کې د خوږو خوږو لمبو کیسه ده ځه چې د ځوان هوس په واک کې د ژوند واګې ورکړو ګنې پیل شوې اوس زمونږ د زړېدو کیسه ده ته نظریه په محبت کې د تعمیر نلرې تاته خو زړونه ماتول هم د بنګړو کیسه ده ** څرک د لېمو راباندې ولګوه ستا په بنګړیو بلا شور لرمه بیا به یې دغه دنیا تاب نه لري په تخییل کې دومره زور لرمه * ستا په يادونو باندې سوی یمه په ګلابونو باندې سوی یمه زما ایرو کې به لالونه ډېر وي تا پهٔ خالونو باندې سوی یمه حسن یوازې جینکو کې نه وي پهٔ کتابونو باندې سوی یم ** سالک صاحب د شعري او نثري پنځونو په لاره کې له ریاضت او جدیدیت سره سلوک کړی دی له شهکار ناول (پاتې شه باران دی) سره یې شعري ټولګې په ټولنه کې په رنګینو او زرینو لفظونو ستایل شوي ** تصور دې په تندي کې رب ته يوسم په سجده کې بختوره را په ياد شي ** غوټۍ زړۀ مې د مغرب ګلو کښې چوي نور یو نسیم د ننګرهار زما پۀ نوم کړه ټول غاټول دې په خیالي اوربل کې ټول کړه په صحرا کې هر یو خار زما پۀ نوم کړه دلته سترګې جنګول د ښکلیو نۀ زده د شنو سترګو د نمود سوداګري ده د روحونو اتصال افسانوي دے محبت د سپین وجود سوداګري ده ** ستاسو ګاونډ ته تله راتله مي کیږي شکر د خدای لیده کاته مي کیږي دا کومه نوې مرحله ده د عشق یواځي نه یم خو ساړه مي کیږي خبره ستا په زړه کې سترګې کوي خو زه یې وایمه چي زړه مي کیږي نن یې ریبار ته ښه صفا وویل پریږده چي مړ شي اخر څه مي کیږي ښکاري هغه د ګلو بڼ ته راغله لکه نرګس هسي لیمه مي کیږي ** سالکه جونې دې غزلې غواړي دا د بنګړیو بار دې وشړنګوه #pushtopoetry #trending#fyp#poetry#tiktok

🥀@HₐمDₐᵣد
🥀@HₐمDₐᵣد
Open In TikTok:
Region: SA
Wednesday 14 October 2026 04:22:22 GMT
31400
1948
49
341

Music

Download

Comments

bashir.ahmad.anga
BA Angar 01 :
سالکه تا خو زما نه منله راته نکریزې ږدي واده مې کیږي🥺
2026-10-14 10:07:14
7
khan_himat
𓆩•همـͫـͣـͥــت•𓆪 :
د بام پر سر پۀ ناسته-ناسته ځمه سالکه! زلفې ټولـوه راپسې🥰🥰 کیف😳
2026-10-14 17:23:53
0
syedhashmi44
SMH🚩 :
زما دا خوښه ېو شاعر🥰🌺
2026-10-14 17:24:39
0
0o__s4fi__777
￴ ￴ ￴ ￴ ￴ ￴ ￴ ￴ :
زړه مې نه ګوري؛خو سپینه ږیره ګوري د ګاونډ جینکۍ ټولې لیونۍ دي * سالک په بل کلي کې مینه کوي یه د ګاونډ جینکو زهر وخورئ * واه واه🥹❤️
2026-10-14 17:05:34
1
yasirsultan_707
𝙔𝙖𝙨𝙞𝙧 علی :
caption plz overall
2026-10-14 09:25:41
0
ehsassherani
Ehsas sherani :
واه ه سالک صاب شعرونه مي ډېر خوښیږي. نثر یې هم د لوستلو دې
2026-10-14 12:37:41
0
nomii22442
nomii :
د سالک صاحب نور شعرونه پليز
2026-10-14 11:05:32
1
sta_dardmand_888
ستاه دردمند :
واه خدونه
2026-10-14 09:51:14
0
noorulhaqkhan10
NOOR :
da rora 1300 di K 1900?
2026-10-14 04:37:40
0
anp369
Egoistic 321 :
Had d
2026-10-14 20:14:31
0
tahirmalyar
Tahir Malyar :
ډیر ښایسته[Heartwarming]
2026-10-14 08:15:59
0
kausar.khan921
AK Khan baghii :
qurban zighraa ❤️❤️❤️❤️
2026-10-14 06:16:28
0
mustafa.mangal72
Mustafa Mangal :
حد دی یار😍
2026-10-14 09:17:43
0
bangash0552
ریاض بنگش 🐎 :
hahaha wakh♥️
2026-10-14 11:11:39
0
javed.akhtar1192
Javed Akhtar :
Waaah! der alaa
2026-10-14 14:15:39
0
khan.76810
Khan :
🥰🥰🥰
2026-10-14 12:29:20
0
shkilahmad70
ShakilAhmad70 :
جارشمه
2026-10-14 09:34:43
0
matiullahzadran1
matiullahzadran1 :
Wah
2026-10-14 08:12:26
0
silentkiller00249
Silentkiller00 :
Dard saib save option on k yaar gusa ma rawala asy maraaaaaaaa 🥰🥰🥰🥰
2026-10-14 06:23:51
0
user475554069
اباسین جوند پرست :
had dy der khaishta
2026-10-14 08:54:13
0
sajid00_2
ŞÃJÏÐ🖤🚩 :
نو زه به هم څه مجبورې لرمه جانان له مانه خپه کيږې ولي؟ واه حدونه🍂💞
2026-10-14 21:20:13
0
usamamuhssin2
USAMA Ahmadzai :
زړه مې نه ګوري؛ خو سپينه ږيره ګوري د ګاونډ جينکۍ ټولې ليونۍ دي.
2026-10-14 14:34:06
0
amo_000.5
✈︎ :
له چا جار مه شی در جار دی شی ادکه دا کیسی دومره وړی نه دی بچکه بخت دی ښه ده په لمانځه ومه لوچکه درته زار شه دربښمه نه مچکه په لمانځه چی درنه اخلمه مچکې راته ګرانه یی بی حده وه شیشکه
2026-10-14 12:04:11
1
yasirsultan_707
𝙔𝙖𝙨𝙞𝙧 علی :
ta ye Copy ka aw bia ye reply ke waleka
2026-10-14 10:20:17
0
sangaramirzoi
Sangar Amirzay :
سالک صیب خو یو جلا سړی دی🥰
2026-10-14 19:24:05
0
To see more videos from user @fr_hamdard, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About