@fr_hamdard: نظم نن مې بیا زړګی لۀ ټولې دُنیا موړ دی لۀ ملګرو،د رنګونو لۀ بازاره لۀ سندرو، لۀ شعرونو، لۀ ښایسته ستا لۀ عکسه، لۀ قلمه،لۀ کتابه غر او سیند او چنارونه بې مانا دي خپله تنده لا تر اوسه راسره ده نن مې بیا زړګی لۀ ټولې دنیا موړ دی ستا د ښار د ستړو لارو پۀ څېر خور یم راپسې د خلکو سترګې دي او خولې دي غورځېدلی یمه هرې پیمانې ته ستا خواهش داسې ملنډې پر ما وکړې رانه تللي کۀ غرور دی کۀ جذبه ده نن مې بیا زړګی لۀ ټولې دنیا موړ دی هره ساه یوه ګیله کوم لۀ خدایه نن مې سر راباندې بوج دی لکه پېټی نن مې وینه لۀ رګونو اضافه ده سپینو اوښکو مې دی نور لۀ سترګو وړی پۀ قسم دی رانه هېره دې څېره ده نن مې بیا زړګی لۀ ټولې دُنیا موړ دی بې حیسي مې پۀ وجود کې را خوره ده خلک ښۀ وايي چې جوړه ده لۀ جبره زندګي د حوادثو مجموعه ده دا چې ما دي پکې سترګې غړولي بس همدا تر ټولو بده حادثه ده / / / / #pushtopoetry #trending#fyp#poetry#tiktok