@ummi_music_769: خپل مار ګډوه خپله تماشه کوه پاړو د خلقو د ذهنونو جنازه کوه پاړو چې څه دې په دې زړه راځي هغه کوه پاړو خو لوبه د فرېب په طريقه کوه پاړو د مار او د نولي مقابله کوه پاړو خو خلق چې په جنګ شي فېصله کوه پاړو يقين دې په خپل فن او عقيده کوه پاړو خو مونږ.سره د صدق يارانه کوه پاړو دوي هسې خوشحالېږي په دله دله د خان دې خلقو سره هسې جوړ تازه کوه پاړو جمات کښې يو سپين ږيري مداري ته چا وئېل وعده مه کوه خېر دے اراده کوه پاړو دا ګډې دي دوئ هر چاته سرونه خوځوي دوئ سترګې پټې کړې دی قصه کوه پاړو مونږ حال نه وايو چاته ستا د لاس د صفايۍ خو ته هم کله کله ګوزاره کوه پاړو اقبال خو دومره هم نه دے ناجاڼه مثلا خبره چې کوې نو په کنډه کوه پاړو #شھیداقبال_مومند