@.waheed17: لږ تم شه! تاسې به لیدلي وي چې چا په رکشو څه او چا څه لیکلي وي: د بېلګې په ډول: کښېنه چې ورک دې کړم. زه ځانله صوبه یم. د مور نازولی. د پلار لومړی مرستیال. لس افغانۍ ورکوې او نخرو ته دې ګوره. ځینو خو پکې خپلوان، رقیبان او یاران سخت ټکولي وي. خو خیر اصلي خبرې ته راځم. نن سهار یوې رکشې ته وختم. د رکشوان د شا پر څوکۍ یې لیکلي وو: "رکشه کې سندرې اورېدل منع دي" رکشوان ته مې وکتل. داسې مذهبي هم نه معلومیده. حیران شوم. ترې ومې پوښتل: دا جمله دې هسې لیکلې، که خپله هم نه اورې؟ عجبه کیسه یې راته وکړه. ویل یې: یوه ورځ کابل ته تلم، ټکسي موټر کې سپور وم. لار کې ټکر شوی و. موږ تازه ورورسېدو، چې ومې کتل: پېښه کې دوه ګلالي ځوانان مړه شوي او سر ته یې سندرې چالان دي. وډار شوم چې په داسې حالت کې مرګ... بیا یې وویل: د مرګ نېټه څه معلومه ده. هغه ورځ ده او دا ورځ ده بیا مې سندرې نه دي اورېدلي. ګنې مخکې به راسره رکشه کې ډیګ لګېدلی و. زما ځای راورسېده. ترې ښکته شوم خو د رکشوان خبرې مې اوس هم ذهن کې تاویږي راتاویږي. د مرګ نېټه څه معلومه ده؟ #creatorsearchinsights #faryou #foryoupage❤️❤️ #sadness #تاجیک_هزاره_ازبک_پشتون_ترکمن🇦🇫

𝐖𝐀𝐇𝐄𝐄𝐃 | بارکــزی
𝐖𝐀𝐇𝐄𝐄𝐃 | بارکــزی
Open In TikTok:
Region: US
Thursday 15 October 2026 04:05:42 GMT
2680
94
6
0

Music

Download

Comments

its_naz93
ناز :
بلکل همداسی ده وروره 😥
2026-10-15 12:35:39
0
sycoxplayer
🚩S. ZAMANI💔 :
💔💔💔
2026-10-15 11:51:36
0
leyaqt12
leyaqt12 :
[Heartwarming][Heartwarming][Heartwarming]
2026-10-15 10:53:03
0
lalajan.barak
Lalajan Barak :
🥰🥰🥰
2026-10-15 08:04:41
0
diamondcosmetics98
ډایمنډ سیمساری ✌️ :
🥰🥰🥰
2026-10-15 04:31:58
0
.shahzad.aryan
~ Shahzad Aryan.~ :
❤️❤️❤️
2026-10-16 02:52:54
0
To see more videos from user @.waheed17, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About