@namarddard: ‎اول عمـــر پۀ ســړي باندې شباب نۀ وي جانانه ‎مدام د چا سور رنګ لکه ګلاب نۀ وي جانانه ‎ ‎وړه وي رالـــوئېږي چې شي لــویه بیا وړه شي ‎پۀ یو حال پۀ اسمـان کښې تل مهتاب نۀ وي جانانه ‎ ‎راځي پۀ هـر چا وخت لکـه سپوږمۍ د څوارلسمې ‎ژوند ټول عمـر پیکه پیکه خراب نۀ وي جانانه ‎ ‎خالـــــونه هم پۀ مخ تر هغه وخته سلامت وي ‎راخلاص چې پرې د سترګو نه سېلاب نۀ وي جانانه ‎ ‎چنار چنار ځـوانۍ پکښې د وخت غمـونه اوخوري ‎هېڅ څوک هم د وخـتونو د جواب نۀ وي جانانه ‎ ‎زما ځواني به هم ......... لکه زېړه پاڼه را رژېږي ‎ستـــا شونډې به تل داسې ســرۀ شراب نۀ وي جانانه ‎ ‎تـۀ ګوره شاه جهان هم د خپل زوی پۀ لاس بندي شۀ ‎ټـول عمـر د شــاهــانو هـم رُعب داب نۀ وي جانانه ‎ ‎شعـرونـه د تـاج ټـول د زړۀ پۀ وینو باندې لیک وي ‎دا چـا وې چې یې هـر شعـر انتخـاب نۀ وي جانانه #foryoupage #pashotopoetry #loyafghanistan🇦🇫 #dard #ذوق

Namard 🫀Dard 🇦🇫
Namard 🫀Dard 🇦🇫
Open In TikTok:
Region: SA
Saturday 17 October 2026 10:51:09 GMT
617
48
2
4

Music

Download

Comments

luxurycars882
Luxury cars :
🥰🥰🥰
2026-10-17 13:28:08
1
saeed3616
🦋سعید پاچا🦋 :
❤️❤️❤️
2026-10-17 14:48:58
1
To see more videos from user @namarddard, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About