@mk_melody_01: د زړه له درده لیونۍ شوې که نه زما صابره ته سړۍ شوی که نه ⚜️ تا د الفت معجزه نه منله زه چی لمبه شوم ته لوگۍ شوې که نه ⚜️ د محبت گرمي دې ولیدله په یخو واورو کی خولې شوی که نه ⚜️ ما چې د زړه د رڼا رنگ ورکڔو د انتظار لارې رڼې شوې که نه ⚜️ ما درته ویل چې سترگې مه توروه د خلکو سترگی درپسې شوې که نه ⚜️ نوۍ الزام راباندی ولگوه زړې خبرې خو زړې شوې که نه ⚜️ د بڼو سیوري ته می کینولی صابره سترگې دې مړې شوې که نه #viralvideos #viralvideos #four #fypシ゚viral🖤tiktok # #fyp