دا یو زوړ سړی دی، موږ نه پوهېږو چې هغه به د کومې ناروغۍ د درد له امله په سمه توګه لمونځ نه شي کولای. کېدای شي ناروغ وي او یا کوم بل مشکل ولري. د دې پر ځای چې ځوانان پرې وخاندي او ملنډې ورپورې ووهي، باید ورسره مرسته وکړي او درناوی یې وکړي. 😔
لمونځ د الله تعالی عبادت دی، او د انسان د ناروغۍ او کمزورۍ مسخره کول د انسانیت خلاف کار دی. نن هغه زوړ دی، سبا به موږ هم زاړه کېږو. له مشرانو سره مینه، رحم او احترام وکړئ، ځکه چې د هر انسان حالت یوازې الله تعالی ته معلوم دی. ❤️🤲