@salmanwrites04: نظم : رسوايي شاعر : رحمت شاه سائل صېب کتاب : د سائل نغمې صفحه : ۸،۹ پېشکونکې : سلمان مهمند ـ پټ پټ مې ډېر د زمانې نه پۀ ژړا وژړل ستا هغه پټ پټ ناروا ظلمونه ما وژړل ـ ما زړۀ ته ډېرې دلاسې ستا د وفا ورکړې تا مې څپېړې دلاسو ته د جفا ورکړې ـ ما پۀ خپل روح کښې تاله پټه جوړوله دنیا ما جوړَوله دنیا تا به ورانَوله دنیا ـ ما پښتو درکړه ژوند مې درکړو چې مهمان مې شوې تا زهر راکړۀ پۀ خندا کښې چې مېزبان مې شوې ـ ما د خپل فکر عطر وشیندل د ستا پۀ خاطر تا پۀ خوږه خوږه اور پورې کړو زما پۀ خاطر ـ تا د اقرار د خطایۍ نه ډېره منډه وکړه ما دې د ستړې جدایۍ نه ډېره منډه وکړه ـ تا د سایل د اشنایۍ نه ډېره منډه وکړه ما هم والله د رسوایۍ نه ډېره منډه وکړه ـ نن د حالاتو د چړې د لاندې ساه اخلم هر څۀ چې کېږي خو نامه دې خامخا اخلم #ghanikhan #pashtosong #pashtomusic #viral #fyp @ღ 𝚂𝚊𝚕𝚖𝚊𝚗 مهمند @🇵🇰imran🇲🇾 khan🇺🇸
نظم : رسوايي
شاعر : رحمت شاه سائل صېب
کتاب : د سائل نغمې
صفحه : ۸،۹
پېشکونکې : سلمان مهمند
ـ
پټ پټ مې ډېر د زمانې نه پۀ ژړا وژړل
ستا هغه پټ پټ ناروا ظلمونه ما وژړل
ـ
ما زړۀ ته ډېرې دلاسې ستا د وفا ورکړې
تا مې څپېړې دلاسو ته د جفا ورکړې
ـ
ما پۀ خپل روح کښې تاله پټه جوړوله دنیا
ما جوړَوله دنیا تا به ورانَوله دنیا
ـ
ما پښتو درکړه ژوند مې درکړو چې مهمان مې شوې
تا زهر راکړۀ پۀ خندا کښې چې مېزبان مې شوې
ـ
ما د خپل فکر عطر وشیندل د ستا پۀ خاطر
تا پۀ خوږه خوږه اور پورې کړو زما پۀ خاطر
ـ
تا د اقرار د خطایۍ نه ډېره منډه وکړه
ما دې د ستړې جدایۍ نه ډېره منډه وکړه
ـ
تا د سایل د اشنایۍ نه ډېره منډه وکړه
ما هم والله د رسوایۍ نه ډېره منډه وکړه
ـ
نن د حالاتو د چړې د لاندې ساه اخلم
هر څۀ چې کېږي خو نامه دې خامخا اخلم
2026-10-28 09:30:23
0
To see more videos from user @salmanwrites04, please go to the Tikwm
homepage.