@akhondzada67: نور يې نه خیال د رنګ و رخ، نه یې د ګټې ساتو موږ زنده ګي له قاتلانو نه په مټې ساتو د حق وینا اسانه نه ده، خوله تڼاکې غواړي پر سر د ژبې به موسی غوندې سکروټې ساتو د کرکې علم پر منبر او په حلقه کې وایو د ژوند فتواوې له کم عقلو خلکو پټې ساتو طلا یې لوټ کړه، زمرد او مروارید یې وړي موږ ناخبره لا د تورو خاورو کوټې ساتو د څو کم عقلو پر خبرو به زړه نه تنګوو چې اوښان ساتو، دروازې به ورته غټې ساتو د ارمانښار لار ده اغزنه، خو پښې یبلې نه یو پر قدمونو د تڼاکو سرې چوټې ساتو ملایان ګرزي، د زړګي په جېب کې پټې پټې ستا د غمونو د ټپو زړې کېسټې ساتو ورځه ترې ځار یې کړه قراره داسې هم نه کېږي چې تر قیامته به زړګی له هرې چټې ساتو Majeedullah Qarar #cartooncharacter @اخند🍂 @Jan