@thezakey4: غني خان د منصور په اړه وايي، چې هغه د عشق تر داسې مقامه ورسېد، چې ویل یې: دا مستي زما نه ده، دا د الله جمال دی. او دا چې زه کومې خبرې کوم، دا تورات او هم زبور دي. ځکه چې هغه د الله په عشق کې تر هغه حده ورسېد، چې بالاخره خلکو وواژه. او کله چې خلکو هغه واهه او وژل یې، نو هغه الله ته وویل: یا الله! دا خلک ستا لپاره ما وژني. یا الله! دوی هم وبښي، ځکه چې کوم حقیقت تا ماته ښکاره کړی دی، که تا همدا حقیقت دوی ته هم ښکاره کړی وای، نو دوی به هم په رښتینولۍ سره پوه شوي وای. #fyp #GhaniKhan #pashtopoetry #thezakey #creatorsearchinsights