@wadannoori40: نن په یوه سبزي‌فروشۍ کې د ښوونځي له یوه استاد سره مخامخ شوم دغه استاد چې شاوخوا ۲۵ کاله کیږي چې په ښوونځي کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي. کله چې زه د سبزي فروشی له څنګه تېرېدم، غږ یې راباندې وکړ: ای جوان، بالا و پایین تیر می‌شوی، هیچ احوال ما را نمی‌گیری! د هغه په دې دوستانه ګیله بېرته ور وګرځېدم، په مینه مې ستړي مشې ورسره وکړه او بنډار یې پیل کړ. د بنډار په جریان کې مو د دولتونو، بې‌کارۍ او د ځوانانو د راتلونکي په اړه خبرې کولې. استاد په ډېرې خواشینۍ وویل چې نن ورځ بې‌کاري زیاته شوې، ځوانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دوی پر راتلونکي مې زیات زړه بدېږي. بیا یې د ډاکټر نجیب‌الله د حکومت یادونه وکړه او ویې ویل: د ډاکټر نجیب ډېر ښه دولت وو. په هغه وخت کې به چې کوم محصل له پوهنتون څخه فارغ شو، د هغه لپاره به لا له وړاندې د کار زمینه برابره وه او سمدستي به په دنده ګومارل کېده. خو متأسفانه، هغه هم تاسو افغانانو ووژلو! د استاد د دې وروستۍ جملې په اورېدو څو شېبې حیران پاتې شوم. په غور مې ورته کتل او د خبرو هره کلمه مې په دقت اورېده. له ځان سره مې فکر وکړ: ته چې د ښوونځي استاد وې، ۲۵ کاله دې د ځوان نسل په روزنه کې تېر کړي، که ستا په ذهن کې دومره ژور قومي تعصب موجود وي، نو د هغو شاګردانو ذهنیت به څنګه وي چې ستا تر روزنې لاندې لوی شوي دي؟ ما ورته وویل: استاد محترم! لومړی خو دا چې هر هغه څوک چې په افغانستان کې ژوند کوي، افغان دی که د هر قوم، ژبې او سیمې پورې تړاو ولري. دویم، زه نه سیاسي شخص یم او نه غواړم په سیاسي بحثونو کې ګوتې ووهم؛ خو یوه خبره درته کوم: که موږ ملي‌ګرا فکر ونه لرو، د ملي یووالي روحیه پیاوړې نه کړو او د قوم، ژبې او سیمې له محدودو چوکاټونو څخه راونه وځو، هېڅکله به د یوه پیاوړي، باثباته او پرمختللي دولت د جوړېدو شاهدان نه شو. خو د استاد له خبرو او کنایو داسې انګېرل کېدل چې ګواکې د پښتنو له لوري د وژنو او د افغانستان د ورانولو تورونه د یوه قوم پر ټولو وګړو پورې تړي. دا هغه دردناکه ذهنیت دی چې زموږ د ملت د یووالي پر وړاندې یې کلونه کلونه خنډونه جوړ کړي دي. زما پوښتنه دا ده: که یو استاد، چې لسګونه زره شاګردان یې له ښوونځي څخه فارغ کړي وي، په خپل ذهن کې د تعصب او قومي کرکې داسې فکرونه ولري، نو د هغو لسګونو زرو شاګردانو په ذهنونو کې به یې څه ډول تخمونه کرلي وي؟ څومره به یې د یوه قوم پر وړاندې د بل قوم دښمني ورزده کړې وي؟ څومره به یې د ملي هویت پر ځای قومي هویت ته لومړیتوب ورکړی وي؟ او څومره به یې د دې پر ځای چې شاګردان د افغانستان د ګډ راتلونکي لپاره وروزي، د تعصب او نفاق پر لور سوق کړي وي؟ البته، دا خبره یوازې د یوه استاد په اړه نه ده؛ بلکې د یوه داسې خطرناک ذهنیت په اړه ده چې که په ټولنه کې خپور شي، د یوه ملت راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي. موږ باید دا حقیقت ومنو چې د افغانستان د تاریخ هره پېښه، هره جګړه، هره سیاسي تېروتنه او هره وینه د یوه قوم پر ټولو وګړو نه شو ور اچولی. د یوه فرد، ډلې یا حکومت کړنې باید د یوه ټول قوم د هویت او شخصیت استازیتوب ونه کړي. که د تېرو پېښو په اړه د عدالت غوښتنه کوو، باید د عدالت، حقیقت او تاریخي واقعیتونو له مخې یې وکړو، نه د قومي کرکې او تعصب له دریځه. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی! پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، ایماق، نورستانی او د دې خاورې ټول نور درانه قومونه د افغانستان د هویت، تاریخ او راتلونکي نه بېلېدونکې برخې دي. که یو قوم د بل قوم پر وړاندې د کرکې احساس ولري، که یو ژبنیز هویت د بل ژبنیز هویت دښمن وګڼل شي او که د یوه قوم درد د بل قوم د درد په توګه ونه منل شي، نو د اتفاق، اتحاد او پرمختګ خوب به مو یوازې خوب پاتې شي. افغانان تر بل هر وخت ملي یووالي، متقابل درناوي او ګډ تفاهم ته اړتیا لري! په ځانګړي ډول، د ښوونځیو او پوهنتونونو د استادانو د فکري او مسلکي روزنې په برخه کې باید جدي پاملرنه وشي. استاد یوازې د کتابونو ښوونکی نه دی؛ استاد د یوه نسل د فکر، شخصیت او راتلونکي جوړوونکی دی. د استاد دنده یوازې دا نه ده چې شاګرد ته د یوې ژبې، مضمون یا علمي څانګې درس ورکړي؛ بلکې دا هم ده چې د انسانیت، متقابل درناوي، زغم، عدالت او ملي یووالي ارزښتونه ورزده کړي. ښوونځي او پوهنتونونه باید د علم، پوهې، تفاهم او ملي وحدت مرکزونه وي، نه د تعصب، قومي کرکې او نفاق د خپرېدو ځایونه. راځئ، د دې پر ځای چې یو بل ته د تېرو پېښو د ملامتۍ ګوته ونیسو، د ګډ راتلونکي د جوړولو لپاره لاسونه سره ورکړو. افغانستان هغه وخت پرمختګ کولای شي چې ټول افغانان د یوه ملت په توګه فکر وکړي، د یوه وطن په توګه ژوند وکړي او د یوه ګډ هدف لپاره هڅې وکړي.

Najibullah Noori
Najibullah Noori
Open In TikTok:
Region: US
Saturday 31 October 2026 13:55:23 GMT
1502
147
12
1

Music

Download

Comments

likwal000
🫀𓆩𝑳𝑬𝑾𝑨𝑵𝑶𓆪💔 :
الله ج. دی وساته نوری صاحب
2026-10-31 16:09:02
0
qudrat.mesbah
Qudrat Mesbah :
ښوونکی د نسلونو معمار دی باید د تعصب پر ځای د ملي یووالي تخم وکري افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی
2026-10-31 15:52:44
0
tawardak123
Tariq WARDAK :
2026-10-31 14:17:36
0
wardak025
Mohammadi Wardak :
😘😘😘
2026-11-01 20:38:45
0
ahmadshkiabsoltan
Noori Afghan :
🥰🥰🥰
2026-11-01 07:23:00
0
mayar1454
𓆩MAYAR Empire𓆪ًً :
🥰🥰🥰
2026-11-01 06:40:41
0
nematullahseerat
Seerat Afghan :
🥰🥰🥰
2026-11-01 03:25:38
0
mnsoor.hidari
Danger king wardak :
🥰🥰🥰
2026-11-01 02:49:31
0
kingnisarfazli
kingNisarfazli :
❤️❤️❤️
2026-10-31 18:04:36
0
user71197065798304
عزت الله مایاروردگ :
🥰🥰🥰
2026-10-31 13:59:50
0
samsunglearning
𝐈𝐌×𝐌𝐚𝐢𝐡𝐚𝐧 :
💕💕💕
2026-10-31 13:58:53
0
asmat.wardak0
Asmatullah masoom :
🥰🥰🥰
2026-11-02 04:15:02
0
To see more videos from user @wadannoori40, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About