@muhammad.yausafza0: #د هند دفاعي کارپوه سوشانت سارین ویلي چې هندوستان باید د (ط) حکومت د ځواکمنتیا لپاره دوی ته د ډرونونو په ګډون یو شمیر نظامي تجهیزات ورکړي. هغه ویلي افغانستان کې تیر جمهوریت هم له هند څخه د ډیر نظامي تجهیزاتو غوښتنه کوله خو هند دا اندیښنه لرله که دا مرستې وکړي نو سبا ورځ به که حکومت یې نسکور شي نو د (ط) لاس ته به ورشي خو زه پخوا هم په دې باور وم چې که جمهوریت سقوط هم شي او دا تجهیزات د (ط) لاس ته ورشي نو د هند پر وړاندې به نه بلکې د پاکستان پر وړاندې به وکارول شي، چې حقیقت کې هم همداسې وشول. ګلخان حسن یې بیا ځواب کې ویلي هند باید ددې کار جرئت هم ونکړي او که چیرې وکړي نو دا به پاکستان سره د ج.نګ د اعلان په معنا وي.#پشتون_تاجیک_هزاره_ازبک_زنده_باد🇦🇫