@malangjanmarwat176: #د_سرکۍ_کمال_ديوان_نه_انتخاب_شوي_شعرونه دا خو زۀ سرکۍ کمال يم چې کمال کړم کني هر کمال ,کمال کولے نۀ شي دا دنيا په شاعرانو ښکلې ښکاري زۀ کمال له شاعرانو نه قربان شم تهمتي شوم بې ګناه سرکۍ کماله چا اشنا سره ليدلے يمه زۀ د انسان په نظر نۀ ګوري انسان ته اے ملګرو چې د حسن وي مالک څوک نوره ښۀ وي مجبوري سرکۍ کماله خو حسين ته دې مجبور نۀ کړي خالق څوک دا مې سوال دے چې مې زړۀ صبر له تا شه يا د تا په زړۀ کښې هم مينه پيدا شه چې انجام ئې وي هجران سرکۍ کماله د هغې يارانې ورکه ابتدا شه نصيحت درته سرکۍ کمال کړم پوئے شه چې رقيب سره را نۀ شې په مزار مې زۀ سرکۍ کمال که ستا کوسے ته نه زم خپله مخه قدمونه رانه لاړ شي نا اميد کيدل د کفر سره سم دي لا اميد لرم چې خدائے به مهربان شي۔ ما سرکۍ کلي کمال قيصې چې وارې ډېر عالم به مې ليدو ته په ارمان شي ما کمال خو وئيل چې ارمان به مې پوره شي په ارمان ارمان مې پاتې مې ارمان شو يا به درد يا به احساس لري کماله اوريدونکے به مې ځکه غزل غواړي تا کمال هسې عبث کړے کمال دے کمال هغه ده چې څوک پکښې کامياب شي ۔۔۔۔۔۔۔ نۀ به بل سرکۍ کمال غوندې ستا يار شي نه به بل سرکۍ کمال جوړ کښې له چا نه زهٔ سرکۍ کمال کهٔ ستا کوڅې ته نه ځم خپله مخه قدمونه را نه لاړ شي لۀ اسمان ختو نه دلته راتلۀ ګران وو بسم الله مې تېروله چې راتلمه زۀ سرکۍ کمال له خپل زړۀ نه مجبور وم خواره هيله مې کوله چې راتلمه تهمتي شوم بې ګناه سرکۍ کماله چا اشنا سره لیدلی یمه زهٔ؟ یا خو زۀ سرکۍ کمال پۀ نصیب خوار يم يا پۀ عشق کې د هر چا برخې سپېرې دي کله چې دیدنونه پرې بند شول، داسې مه شه مسافر سرکۍ کماله لکه زهٔ شوم مسافر پخپل وطن کې ښکلې رنګ دې ما سرکۍ کمال نه هېر دی خو د نوم پۀ یادېدو مې دې ګوزران شي ښه به وکړې چې سرکۍ کمال ته راشې کني کډې باروي درپسې یاره ناصحـــان دې نصیــحت نۀ کــوي ماته مئیـن زړونــه نصیحت منـــلی نـــۀ شي ياره ستا د ښکلی حــــــــــسن به ايرې شي ميلمنې به دې پهٔ ژوند تــــــورې تيارې شي خوشحالۍ به دې بدلې شي په غــــم کښې عقوبت به دې پهٔ برخه شــــــــوګيرې شي دا ښکلا به دي پهٔ شـــــــان لکه د اور شي مهربان خلک به تا ته سترګې ســرې شي دا چي نن پرې ستا کوڅه رنګينه ښـکاري ترې نه لاړې د مئينـــــــــــو به دېرې شي زړه خو هم د ملغــــــــــلرې پهٔ مثال دې پهٔ لباس خندا جـوړيږي نه چې پرې شي ما سرکۍ کمال پهٔ شان دې ډيـر برباد کړل ځکه هر ځای لهٔ سختۍ درته ښـېرې شي له خپل دره نه شــــــــړل مې لايق نه دي په اغيارو بدلول مــــــــې لايق نه دي تابه ګرم کړي خلق به تاته ګـــــرم ووايي بې ګنا ازارول مـــــــــــــــــې لايق نه دي چــــــــې مې نوم دَ يارانے درباندې وشو اوس له ځان جدا کــــول مې لايق نه دي که کېدے شي خو مرهم دَ وصال راکړه په زړه مالګــــــې دوړول مې لايق نه دي دا وفا په نظر ښه راته اوګـــــــــــــــوره سپکې سپـورې بد وئيل مې لايق نه دي نن سبا خـــــــو ما کمال په نوم ياديږي له سرکۍ کلي ايستل مـــې لايق نه دي خامخا بهٔ دې سیزي سرکۍ کماله چې د عشق ډیوه دې بله کړه خپل ځان ته کهٔ تنها عمر و ګران سرکۍ کماله خو بیا هم چې شو ناکام، لهٔ ناکام تېر شو د سترګو ګوزارونه دې د زغم نهٔ دي صنمه چې وېشتې یې کوم زړونه دي مرهم نهٔ دي صنمه دا کیسه لا بله ده چې څوک وخوري رغېږي نه ماران د تورو زلفو دې د دم نهٔ دي صنمه تا چې لهٔ سرکۍ کمال نه مخ ته پلو ونیو بند چا دیدنونه پهٔ صنم نهٔ دي صنمه ناصحـــان دې نصیــحت نۀ کــوي ماته مئیـن زړونــه نصیحت منـــلی نـــۀ شي دا خو زه سرکۍ کمآل یم چې کمال کړم ګنې هــرکمــال ،کمـــال کولـی نــۀ شــي کله، کله خو راځه سرکۍ کمال ته دا حديث دی چې بيمار پوښتنه ښه وي مروتوملنگان @بـــــ🍁ـــربـادHäɭäk @❣️۞☜ملنگ جان :؟۞🥀
꧁❤•༆مروتو ملنگان༆•❤꧂
Region: PK
Tuesday 03 November 2026 06:09:56 GMT
Music
Download
Comments
shahmuhammadkha491 :
1952 rip۔ 1986[Pray]
2026-11-03 17:47:02
0
قيدي 804 :
2026-11-04 06:25:07
0
shakir shakir :
🌹🌹
2026-11-03 17:23:30
0
بـــــ🍁ـــربـادHäɭäk :
Jar🥺
2026-11-03 16:43:57
0
Nᴀᴡᴀʙ Zᴀᴅᴀ Dᴜʙᴀɪ ⚔️ 🇦🇪🐅 :
2026-11-03 17:41:36
0
user307880763661 :
2026-11-03 16:44:52
0
user76995870730817 :
2026-11-03 16:37:57
0
kahn804 :
🤲🤲
2026-11-03 17:42:32
0
kahn804 :
🤲🤲
2026-11-03 17:42:22
0
Aman Ullah :
2026-11-03 16:24:18
0
nazid🦋👍🦋⚠️🦋👍🦋 :
2026-11-03 11:19:04
0
Shakir Wazir :
👍
2026-11-03 12:46:42
0
Sahied Pardeshi :
2026-11-03 10:30:12
0
Rabdali Khan :
🥰🥰
2026-11-03 09:25:23
0
💯🇵🇰Ghufran Ali🇵🇰 💯 :
2026-11-03 06:20:40
0
💯🇵🇰Ghufran Ali🇵🇰 💯 :
2026-11-03 06:20:43
0
🫶𝐖𝐀ز𝐈𝐑🫶 :
2026-11-04 05:00:25
0
🥰فضل rabbi✨ :
❤️❤️❤️
2026-11-04 05:59:11
0
armanullahkhanktk :
♥️♥️♥️
2026-11-04 05:37:57
0
amanullahwazir807 :
❤️
2026-11-04 05:22:39
0
Amim Rahim :
😂😂😂
2026-11-04 06:31:28
0
꧁༒♛ طالب اشناء♛༒꧂ :
❤️❤️❤️
2026-11-03 23:47:14
0
دیل نواز مروت :
🥰🥰🥰
2026-11-03 22:38:41
0
Riaz Khan :
[Like][Like][Like]
2026-11-03 22:29:09
0
زاھــــــــداللہ مـــــــــروت :
[Twin hearts][Twin hearts][Twin hearts]
2026-11-03 06:14:38
0
To see more videos from user @malangjanmarwat176, please go to the Tikwm
homepage.