زاړه عکسونه دي او نیمه شپه ده
سم شرابونه دي او نیمه شپه ده
ممتاز او جون څه خداې وهلي خلک
د دوي شعرونه دي او نیمه شپه ده
سکاڼه جینۍ ګبین جبې ته تلې
د ژوند رنګونه دي او نیمه شپه ده
ګوټ ګوټ د مري زهر هم په قرض خوار
نصیبونه دي او نیمه شپه ده
خال دې په بره شونډه وران ولې کړو
د زړه داغونه دي او نیمه شپه ده
ګلاب مخونه شټل کاک اوخوړل
پټ پټ مخونه دي او نیمه شپه ده
ملا ! د عقل سره ډزې کړي
بوس بوس سرونه دي او نیمه شپه ده
خانه ! ارزان سګریټ په څو به اوشي
کنګال جیبونه دي او نیمه شپه ده
توره بلا ده هیڅ خلاصې ترې نشته
زمونږ کورونه دي او نیمه شپه ده
2026-11-03 20:18:35
1
Sharafat.Awwa :
:ياری ددی دور پے مخو هيڅ مشکله
نه ده
خوپاليسي به دبنګال دجادوګرو غواړی
#عمردرازمروت
2026-11-04 06:42:43
1
🖤𝐁𝐤 𝐬𝐭𝐮𝐝𝐞𝐧𝐭𝐬💔804✅ :
🖤🖤🖤
2026-11-07 18:54:02
1
shams ullah kakar :
🥰🥰🥰
2026-11-11 20:35:50
1
𝐍𝐎𝐎𝐑𝐌𝐇𝐌𝐃𝐊𝐀𝐊𝐀𝐑 :
💔💔💔
2026-11-07 15:22:47
1
Jahanzaib chenar :
😍😍😍
2026-11-09 13:29:40
1
Nazun nasar 🥀 :
[Wilted rose][Wilted rose][Wilted rose]
2026-11-03 19:33:10
0
♛amiro♛ :
🥀🥀
2026-11-08 18:43:06
1
To see more videos from user @hassanqarar12, please go to the Tikwm
homepage.