@akmalmkhan: انقلابې مړ شو ــ يوه ورځ چي هغه ائينې ته وکتل نو ځان ورته بيخي زوړ سړے ښکاره شو ـ انقلاب ورته ټوقه ښکاره شوه ـ داسي ټوقه چې د هغه ځوانۍ زور يي مات کړے ؤ ـ په زړه کښې ئې ګڼ ارمانونه په سلګو شو ـ د واده ارمان د بچو ارمان ، د کور ارمان ، د کار ارمان خو هغه ته د هر څۀ کولو وخت تېر ښکاره شو ـ خپلو ارمانونو له ئې ډيره تسلي ورکړه خو د هغوي مرګونې سلګۍ قلاري نه شوې ـ يو ساعت ئې د زړه په وران کنډر کښې لاس ورکولې او خاموش شوـ. دغه خاموشی لکه د زهرو د هغه په رګ رګ کښې خوره شوه ، لږ ساعت پس په زمکه خور وور پروت ؤـ چاپيره شور ؤ يوه غوغا وه ـ د هر چا په خُلۀ يوه خبره وه ـ «انقلابې مړ شو». زه چي ورسېدم نو انقلابي ببر سر ، زيړه ګونه ، خاموش پروت ؤـ ما د هغه سر راپورته کړۀـ د هغه سترګو ته مي ډېر ډېر وکتل ـ يوه ساه مې تري ګڼ تپوسونه وکړل ـ خو د هغه سرې بخنې سترګې خاموش وې ـ د هغه اوچې اوچې تراړې تراړې شونډې غلي وې ـ هغه هېڅ نه وې ـ او د هغه هر څۀ هېر ؤ ـ وجود ئې پخ پخ ؤ ـ هر چا تپوس کوؤ چې انقلابي څنګ او په څه مړ شو؟ صاحب شاه صابر ــ واؤرې او ګُلونه : مخ: ۶۳ـ۶۴ د ځواني مرګ صاحب شاه صابر دغه افسانه چي لولې نو صابر به دي مخې مخې ته کيږی ـ او چي لږ ورته د خيال په ټال وځانګي نو داسي به محسوسه کړي لکه چي صابر درته په انتظار شوګير وهلو سترګو وګوري او وايي: زمونږ لوي لوي ارمانونه زمونږ سترګو کښې اوبه شې صابر په ګور يي نور ـ ارواه يي ښاده ــ اکمل محمد خان #akmalmkhan
اکمل محمد خان
Region: PK
Thursday 05 November 2026 05:00:21 GMT
Music
Download
Comments
Roh-Shaal Kakar 💫 :
Sabir ba hamesh zhwndei yi , ❤️
2026-11-05 12:10:57
2
Solivagant :
زما صابره ته سړے شوی کنه🥲💔
2026-11-05 23:53:43
15
SalmanKhan🫀 :
زما صابر🥺
2026-11-09 07:01:54
2
MR✓HADII :
diunlode uption😔
2026-11-05 18:17:40
4
ف ی ص ل :
ستا دہ خائست قصہ دی بیا نوی شی
پہ ما دی بیرتہ لیونتوب راشی
2026-11-07 19:45:50
5
Chota shah G :
sbr wafat shwe ho kho Karan Khan lala bya jwendi ko🥰
2026-11-07 10:01:15
5
Nothing... :
ستا دہ فنکار دہ حپو نہ ساہ وتے دا
ستا دہ شاعر دہ زڑہ نہ وینے ساسی۔
😭🥹
2026-11-07 09:58:09
3
JAWAD🕊️🍁 :
اروا يې ښاده
2026-11-06 18:20:54
2
Waqarftw🚩 :
دہ زڑہ دہ دردہ لیونے شوی اوکنہ
زما صابرہ تہ سڑے شوی کنہ
مادرتہ وائل چی سترگی مہ توراوا
دہ خلکو سترگی درپسی شوی کنہ
2026-11-05 14:27:42
3
Noor Khan :
xama Sabir
2026-11-07 13:26:05
1
YOUSAFZAI🌸 :
Hayy😢
2026-11-09 17:41:41
1
𝗦 𝗔 𝗛 𝗜 𝗟 🚩 :
څه کمال دې کړي اشنا 🥺
2026-11-06 13:56:44
2
𝓡o_𝓶𝓪𝓷 🌿 :
Zma Sabir
2026-11-06 02:44:36
1
Hamid khan 🇦🇪 :
kash che jwandy wy
2026-11-05 17:38:21
2
🤍🙃 :
fvrt sabir 🤍
2026-11-06 16:45:16
1
Noor Khan :
دہ کرن خان لہ براکتہ مو صابر صاحب اوپیجندو🌹
2026-11-07 13:28:03
1
𝗦 𝗔 𝗛 𝗜 𝗟 🚩 :
اخ کنه ♥️🥹
2026-11-06 13:43:16
2
Mamoor khan :
😭😭😭🤲🤲🤲hi sabar sahib
2026-11-06 12:35:24
1
IBنe 🍂 :
Marga Wali Shwe De Sabra .
zama Yar Sabir khu zwan o 🥹
Allah d drjat buland ke
2026-11-07 03:27:09
1
🚩 IKRAM 🚩 Nationalist 🚩 :
My favorite 💖❤️💖 sabir
2026-11-06 11:36:11
1
Peer⚜️ :
Gran Sabir🫀
2026-11-05 12:53:02
4
zaidikram :
Sabir saib 💕
2026-11-06 10:55:37
1
Sabawon :
zama sabir
2026-11-05 08:52:38
1
ᐯᗩᗰᑭᓰᖇᗴ⚡️ :
2026-11-06 10:25:11
1
To see more videos from user @akmalmkhan, please go to the Tikwm
homepage.