@almas_1z: عجیبه وخت څه لمحه ده را روانه په ما سوځم سړه سړه خوله ده را روانه په ما لکه د قبر د عذاب مې توله ورځ تېره کړه جوړ د قیامت په شانې شپه ده را روانه په ما سر نه تر پښو دې په څادر د اضطراب کښې پټ کړم احساسه کومه صحیفه ده را روانه په ما سراب او وهم يمه دشته کښي روان ساتلی اوبه هم وینم هم سایه ده را روانه په ما زما وجود لکه د ساز پردی پردی ممتازه زه بې خوره کړم که نغمه ده را روانه په ما #pashtopoetry #unfreezemyacount #viral #trend #fyp