@afghanpashaiusa1: مېرمن نغمه چي د نجونو د تعلیم اړوند هر شعر لولي، غواړي خپل احساس او اواز ورسره مل کړي. تېر څو کاله یې تر بل هر چا دا اواز لوړ ساتلی دی. د اکټوبر پر څلورمه یې په ویرجینیا کي یو بیت راته ووایه: غېږ دي ورو ورو خالي کېږي له اولاده د چا بدو سترګو وخوړې هیواده ویل یې که یې بشپړ شعر پیدا کړې. ما هڅه وکړه، خو نه یې چاته شاعر معلوم وو، نه بشپړ شعر. خو مېرمن نغمې ویل چي دا شعر باید پخپله پوره کړو او د نجونو د زده کړو موضوع هم پکي راواخلو. په ګډه مو پر دې وزن او ردیف څو بیتونه ولیکل چي وروسته یې د سنډیاګو په کنسرټ کي د لومړي ځل دپاره وویل. کله چي یې د برېښنا جاني تحریک څخه ویډیو ترلاسه کړه، د ثبت کیفیت یې خوند ورنکړ، اراده یې وکړه چي په پښتونخوا کي به یې د ښې موسیقۍ سره په مسلکي سټوډیو کي ثبتوي. خو میاشتي کېږي چي د پاکستان حکومت د پښتون ژغورني غورځنګ سره د نغمې د ملاتړ له امله ویزه نه ورکوي او ددغي او نورو سندرو ثبت ځنډنی سوی دی. تر هغو چي نوې بڼه یې راوزي او یا یې د شعر لومړی ورژن پیدا کېږي، دا ثبت درسره شریکوم. @Aryan Khan Official @Aryan Khan @Haseeb Khan Zwak @aziz_polad_official