@nationalist419: داسي بي پښتو او بي مخه دور شو 💔 عوامي نېشنل ګوند دور حکومت کښي دهماکي شوي عوامي نېشنل ګوند نه بغير بل څوک ده دهش ګر خلاف اودريدلي دي ؟ خان زمان کاکړ صيب تر اخره واوري 🥲 #KhanZamanKakar #AimalWaliKhan #AliRazaNationalist #Pakistan #pukhtunkhwa
داسې بې پښتو، بې ناموسه او بې شرمه دور راغلی چې د عوامي نېشنل پارټۍ په حکومت کې د ترهګرۍ او دهماکو تورونه لګوي!
خو پوښتنه دا ده چې د ترهګرو او دهماکو پر ضد په میدان کې څوک ولاړ وو؟ چا د پښتون وطن د امن، عزت، حقونو او خپلواک اختیار لپاره مبارزه کړې ده؟
که عوامي نېشنل پارټۍ د ترهګرۍ پر ضد قربانۍ نه وای ورکړې، که د پښتنو د حقونو لپاره یې غږ نه وای پورته کړی، نو نن به پښتون وطن د ترهګرو او ځنګلي فکرونو غلام پروت و.
تاریخ مه هېروئ! د پښتنو د امن، اختیار او عزت مبارزه د قربانیو تاریخ دی. د قربانیو په تاریخ تورونه لګول آسانه دي، خو د قربانیو بدل ورکول آسانه نه دي.
عوامي نېشنل پارټي د پښتون وطن د امن، حق او اختیار د مبارزې نوم دی!