@ahmadpaktiawal5: د ښار په یوه بوخته جاده کې د موټر د ټایرونو یو تېز غږ پورته شو. یو واړه ماشوم چې غوښتل یې بلې غاړې ته تېر شي، د یو ګړندي موټر لاندې شو. موټروان چې کله ولیدل ماشوم په وینو کې لت پت پروت دی، د دې پر ځای چې مرسته ورسره وکړي، په تېزۍ سره له سیمې وتښتېد. خلک نندارې ته ولاړ وو، خو هیڅ چا زړه نه ښه کاوه چې ماشوم روغتون ته ورسوي. په دې وخت کې یو غریب مامور، چې له خپلې دندې کور ته روان و، د خلکو ګڼه ګوڼه ولیده. کله چې یې ماشوم په هغه حال کې ولید، زړه یې ودردېد. هغه ماشوم په خپلو غېږو کې پورته کړ او په منډه یې نږدې شخصي روغتون ته ورساوه. کله چې روغتون ته ورسېد، ډاکټرانو او نرسانو ورته وویل: «لومړی باید د بیړنۍ خونې او پروسیجر فیس تحویل کړې، له هغې پرته موږ لاس نه ور وړو.» غریب مامور په زاریو شو: «خیر دی، دا ماشوم مري، دا زما هیڅ نه دی، ما یوازې د ثواب لپاره راوړی دی. زه غریب یم، پیسې نه لرم، خو د یو انسان ژوند په خطر کې دی.» خو چا یې خبره نه اورېده. هغه د روغتون د مشر ډاکټر خونې ته ورغی. مشر ډاکټر چې په خپل چوکۍ ډډه وهلې وه، په ډیره غوسه او کبر یې ورته وویل: «دلته قانون شته! لومړی پیسې تحویل کړه، بیا به علاج پیل شي. موږ وړیا کار نه کوو.» مامور چې ناهیلی شو، په بیړه کور ته لاړ. خپله مېرمن یې خبره کړه. هغې خپلې د واده سپین زر او د کور لږې سپما شوې پیسې ورکړې. مامور له ګاونډي څخه هم یو مقدار پیسې په پور واخیستې او په لړزېدلو پښو بېرته روغتون ته راستون شو. کله چې روغتون ته ورسېد، ویې لیدل چې ماشوم لا هم په هماغه اوسپنیزه تذکره کې په وینو لژند پروت دی او هیڅ چا ورته پاملرنه نه ده کړې. مامور په منډه پیسې تحویل کړې او رسید یې واخیست. هغه په چیغو چیغو بیا د مشر ډاکټر خونې ته ورغی او ورته ویې ویل: «پیسې مې تحویل کړې، اې ظالمه! اوس خو لاړ شه او د هغه معصوم علاج وکړه، هغه مري!» ډاکټر په ډېر کبر او بد اخلاقۍ له خپلې خونې راووت او د ایمرجنسي خونې په لور روان شو. کله چې هغه مېز ته نږدې شو، په وینو لښت پښت او بې روحه ماشوم باندې یې نظر پرېوت. د ډاکټر رنګ ناڅاپه الوت، لاسونه یې په لړزه شول او یوه سړه چغه یې له خولې ووته: «وۍ... دا خو زما زوی دی! دا خو زما خپل زوی دی!» هغه ماشوم چې ډاکټر یې د څو پیسو لپاره درملنه نه کوله، د ده خپل ځيګرګوټی و. هغه موټروان چې ماشوم یې وهلی او تښتېدلی و، هم د همدې ډاکټر نږدې ملګری و. ډاکټر د خپل ماشوم پر جسد راپرېوت، خو وخت تېر و؛ هغه قانون چې ده پخپله د نورو لپاره جوړ کړی و، نن یې د ده خپل زوی ترې واخیست❤️😍
احمد احمدی❣
Region: SA
Monday 09 November 2026 13:58:18 GMT
Music
Download
Comments
Hamidullah Akbari :
واقعا له پنده ډکه کیسه
2026-11-10 19:43:32
0
ARMAN :
لنډه دا چې دې نړۍ کې تر فقر او بې وزلۍ بله لویه بدمرغي نشته
اخ موری ۱۲ نفره د کورانی غړی یاتیمان راته مطلق نهار ناست دی دومره شی نشته چی د سهار او بیګه یی وخوری یالله ج ته مو ملګری شه او ته مو مرسته وکړه مجبوری دی وی خو دومره هم نه اخ موری اخ زړه می نور اور اخلی کاش ربه نن باید زموږ هم پلار ژوندی وای ډیر یواځی پاتی یو,[Crying][Crying][Crying][Crying][Crying]
2026-11-10 11:56:54
1
Apple User982527 :
ډیره له پنده ډکه قصه وه رختیاهم
2026-11-09 14:57:21
2
Haji Hemat :
بیشکه ډیره دپنده ډکه کیسه وو
2026-11-09 16:36:01
3
👑𓆩𝐇𝐚𝐬𝐚𝐧𓆪🫶😘 :
دغه لیکنه راته لیږلی شی
2026-11-10 10:42:01
1
محمدی جانان :
الله تعالی فرمایي
ته ځما په بندګانو باندي رحم کوه
ځه به په تا رحم وکړم
2026-11-10 14:56:03
0
شعيب شينواري :
وال ورور ډیر زیته خفه شوم😭😭😭😭😭
2026-11-10 08:21:07
0
ابواحمد فراهی :
یقیقنن داسی ډاکتران سته
2026-11-10 08:11:05
0
Abdullbaseer Aslami💘💘💘💘💘 :
تکبر غرونه لړزوی هیڅکله یی مه کوۍ
2026-11-09 17:16:11
0
Hozifah :
2026-11-10 10:51:38
1
اختر محمد :
بلکول ورور می دیر علی
2026-11-10 07:56:18
0
حاجیلالیفرهادی :
توبه خدایه
2026-11-10 09:14:30
0
طالب زابلي :
استغفرالله
2026-11-10 15:42:15
0
الهام :
بلكل دير سه فكي.فراته.دي
2026-11-10 06:18:59
0
رفیع الله علیه یوسف :
قربان دی شم ورور ډیره پنده ډکه کیسه ده
2026-11-10 11:17:57
0
Hozifah :
2026-11-10 10:51:23
1
Abdullbaseer Aslami💘💘💘💘💘 :
2026-11-09 17:15:25
0
ahmadhalal998 :
له نزره مو قربان شم ښایسته نزر ګرانه
2026-11-10 20:57:45
0
Hayder Afghan :
ښه قیصه وه یوعبرت دي
خو احتیاط وکړي درواغ مه وایاست اخیرت ته مو نقصان رسي
2026-11-10 09:09:28
3
꧁𓊈𒆜Ahmadzai 𒆜𓊉꧂ :
یاره زه هم ډاکتر یم ولا چی تر خپلی وسی پوری ښه هر انسان سره کوم
2026-11-10 09:26:35
2
Yousef Gharnai :
هغه زړه به له طوفانه په امان وی
2026-11-10 07:43:16
0
S K‼Khan🔚 :
زه حو دی داکترانوته وایم چی کله حپل درد وګوری بیابه ،،دعریبو بیوزلوهمدردی کوی،بیا ستا همدردی هعی ته پیده نه لری نوله حدایه وډارشی لږ وجدان پیدا کړی
2026-11-10 11:33:42
0
حيات الله افغان :
قسم ده داخبره دي بلکول حقيقت کړي ده نن صبا دافغانستان ډاکتران نه بلکي قصابان دي هيڅ رحم او ترس نه لري
2026-11-10 11:27:08
0
ابوبکر فيضي :
ولا سخت يي وژړوم 😅😅😅😅
2026-11-09 16:42:42
0
To see more videos from user @ahmadpaktiawal5, please go to the Tikwm
homepage.
© 2021-2026 TikWM. All rights reserved.