@samiullahpopal3: تفسير : ځمکې ته دآدم(عليه السلام) راکوزېدل: ددې تېروتلو په سزا آدم(عليه السلام) او حواء بي بي اودهغوى ټولې اولادې ته همدا امر صادر شو چې دجنت څخه راکوز شئ اوپه ځمکه کې هستوګنه وکړئ !تاسې به يوله بله سره دښمني کوئ ! چې دهغې له امله به تاسې ته ډېرزيات تکليفونه او ربړونه درپېښيږي ځکه چې جنت دسرکشۍ اودښمنۍ ځاى نه دى ، ددې کارونو له پاره دنيا ډېر مناسبت لري چې دبندګانو دامتحان له پاره جوړه شوې ده. ((وَلَكُمْ فِي الأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ)) تفسير :: يعنې په دنيا کې به تل نه اوسېږئ! بلکې تريوې ټاکلې مودې پورې به هلته اوسېږئ! اودهغه ځاى له شيانو څخه به ګټه اخلئ! بيابه له ماسره مخامخ کېږئ ! اوهغه ټاکلى وخت چې هرچا لره دمړينې وخت دى اوټولو مخلوقاتوته په مجموعي ډل دقيامت ورځ ده.
SAMIULLH POPAlسميع الله پوپل
Region: AF
Tuesday 10 November 2026 13:41:40 GMT
Music
Download
Comments
There are no more comments for this video.
To see more videos from user @samiullahpopal3, please go to the Tikwm
homepage.