@arshadheelaman: د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له امریکا غوښتي چې اوسني حکومت ته د نغدو پیسو لېږل ودروي او بهرنیو شرکتونو ته اجازه ورنه کړي چې د دغه حکومت لپاره افغانۍ چاپ کړي. صالح ویلي، امریکا باید له هغه فرانسوي یا پولنډي شرکت څخه د فعالیت اجازه بېرته واخلي چې د اوسني حکومت لپاره افغانۍ چاپوي، یا دغه شرکت تر بندیزونو لاندې راولي. نوموړي ادعا کړې چې په دې توګه چاپ شویو افغانیو ارزښت به په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا درې میلیارده ډالرو ته ورسېږي.