غزل! سمیع الله هجران
څېره کې دې اثر د بېلتانۀ ښکاري زړګيه
ليمو کې دې رڼې رڼې اوبۀ ښکاري زړګيه
چي تا پوري تړلي و د ژوند ټول ارمانونه
هغه جانان دي نور دنيا کې نۀ ښکاري زړګيه
دلبره چي تا راوړۀ ديدنونه زموږ تر کلي
دردونه مي لۀ هغه وخته ښۀ ښکاري زړګيه
پر هره لار د مينې محبت ډېوې دې بلې
بيا هم دا ځيني خلک سم ړاندۀ ښکاري زړګيه
نن بيا لکه ماشوم داسې بې صبره يې دا ولي
دردونه دي بيا کور کي مېلمانۀ ښکاري زړګيه
هجران! دغه يو عادت دي ښۀ نۀ دی ملنګه
چي وينم دي ستا سر پر زنګانۀ ښکاري زړګيه
د شعر او أدب نړۍ
2026-11-12 12:23:43
2
To see more videos from user @r9g5g, please go to the Tikwm
homepage.