@sukot.85: چا سره لاړم څو قدمه هم نه د ستا په شان ؤ څوک صنمه هم نه چې چرته ځم ، راسره ځه لالیه! خو رښتیا ، زه خو چرته ځمه هم نه ښه ! څوک به ما سره خبرې کوي؟ زه خو د چا خبرې وړمه هم نه های های! ته څه خبر یې، څنګه لاړم؟ قسم دی داسې تلم چې تلمه هم نه ای! ته ماښام کښې ما ته ډیر ډیر ګوره! ای! بی اوبو نه به څه څښکمه هم نه چې لطیفو ته شوه خندا روايت بیا لطیفو ته خندیدمه هم نه ممتازه! زه غوڅ شوی سر نه ومه زه د چا پښو کښې پریوتمه هم نه ~ممتاز اورکزے