غروب اور پاشي، ما زېړ وهلی رنګ دی
د زړۀ سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی
چپه کړی مې بسته کنډول د بنګ دی
د زړۀ سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی
زما څۀ پروا که ورا دی او که جنګ دی
د زړۀ سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی
ژوند را پاتې د مرګونو په قلنګ دی
د زړۀ سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی
داسې ناڅي ته وا زخم نه، لونګ دی
د زړۀ سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی
زړۀ مې ګرم دی او بند بند مې کرنګ دی
د زړۀ سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی
2026-11-13 13:23:46
0
To see more videos from user @salarsahib90, please go to the Tikwm
homepage.