@fk_vibs: انکار کوي نه سم کوي اقرار ستا بانه په دوه زره کی وی هر وخت ستا نه زار ستا بانه 🎀 نه نبغ دي نه کاږه دي نه ولار دي نه پراته دي خه بل شانتی خواره واره دي يار ستا بانه 🎀 کونر دی که پکتیا دی که لغمان دی که کابل دی را یاد کړي ښایسته د کندهار ستا بانه 🎀 کودر دی مازیګر دی هم په نښه زما زره دی حیران یم چې نور څه ته دي ايثار ستا بانه 🎀 دا څوکی یی زما په زره کی خښی کړه چی سری شي سینګار دی خو لږ نور غواري سينګار ستا بانه 🎀 د څه سره تشبيه وركرمه هیڅ پری نه پوهیږم د څه په شانتی تېز کوي گذار ستا بانه 🎀 زما د زړه زخمونه د ګلونو نه ښايسته دي زما زرگی ساتی به غوبهار ستا بانه 🎀 یو پخ دی بل تیره دی بیا یو پخ دی بل تیره سم چا دي تيره کړي وار په وار ستا بانه 🎀 د زره زخم کندل که جوړول که لتول وي په هر ځای کې د میني وي په کار ستا بانه 🎀 یو څو زرونه پيېل دي خو دکومی زاویی نه په چل باندی پوهيږي د دې کار ستا بانه 🎀 د زرونو د زخمونو بازارونه به تاوده شي که بیا چېرته را پېښ شو په دی لارستا بانه 🎀 خاموشه خاموشي شي ښكلي هم ګوته په خوله شي چی و دریږي ښایسته کتار کتار ستا بانه #pashtoghazal🎀 #pashtomusic #pashtosong🎧 #karankhan #fkvibs