@hm73820: *څومره لاشونه به پراته وي ، د انسان دننه ؟* *هر چا وژلى دى ، په زړه کې يو ارمان دننه* *درد راته راکړه چي په چیغو چیغو وژاړمه* *زما په سترګو کې پټ شوى دى باران دننه* *په دېوالونو باندې ګورمه، خاپونـه د پښو* *په تصويرونو کې روان شول انسانان دننه* *داسې تنها ښه يم ، تنها ښه يم ، تنها ښه يمه* *لکه چې خداى څنګه اوسېږي ، د اسمان دننه* *يا به وزرې وکړم ، يا به شاعران کړمه دوى* *راسره وسي په کوټه کېٕ څو مرغان دننه* *محبتونه خو په زړه کې ژوند کوي باقره!* *چا ويل ګلونه مړاوي کېږي د ګلدان دننه ؟* *شاه نواز باقر* #pushtopoetry #trending #fyp #poetry #tiktok

پښتون(2)🥰
پښتون(2)🥰
Open In TikTok:
Region: IR
Thursday 19 November 2026 21:01:55 GMT
172
29
2
3

Music

Download

Comments

shamshadhashimi01
شمشاد هاشمی :
♥️♥️♥️
2026-11-20 00:38:21
0
atqullah.armani
🦅🇦🇫🥷🇦🇫🦅Atqullah Armani :
[Innocent][Innocent][Innocent]
2026-11-19 21:07:32
0
onaib.khan90
Onaib Khan :
🥰🥰🥰
2026-11-20 03:02:31
0
To see more videos from user @hm73820, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About