@madrasahamza_dir: د افغانستان د نامتو او پیاوړي دیني عالم، شیخ سردار ولي رحمه الله د درسونو له نه هېرېدونکو جملو یوه دا وه: «صاحبه، خوب پرېږده.» ویل کېږي چې کله به د درس پر مهال کوم ګډونوال بې غوره شو یا به یې پام بل ځای وو، نو شیخ صاحب به په همدې خوږه او له شفقته ډکه جمله هغه بېرته متوجه کاوه. دا جمله د هغه په لسګونو غږیزو درسونو کې ثبت ده او تر ننه اورېدل کېږي. له وفات وروسته یې ګڼ شمېر شاګردان او مینهوال وایي چې همدا جمله ورته تر ټولو خوږه خاطره ده، او ځینې خو یوازې د همدې غږ د اورېدو لپاره د شیخ صاحب زاړه درسونه بیا بیا اوري. رحمه الله رحمة واسعة