@awd3456: ستا د حسن اور ته سوځېدلی نظر څه وايي؟ څه وايي په جنګ کې تسلیم شوی عسکر څه وايي؟ سور په وینو راشي خو د ژوند پیغام راوړي مونږ ته ولې ترې پټېږي؟ چې دې ستورو ته لمر څه وايي؟ ښکاري بیا سپرلی شو، پښو ازغنې لارې ښکل کړې زړه پرې ځان کوڼ کړی، نه یې اوري چې سر څه وايي؟ غېږ کې یې څو مات منګي او مات زړګي نیولي دي نور د کلي پېغلو ته وران شوی ګودر څه وايي؟ سیند چې د صحرا خاموش وحشت په نغمو وستايي شور د ځنګل وپوښتي له ونو چې غر څه وايي؟ تا ته خو هېندارې د ښکلا تفسیر بیان کړلو ووایه هېندارې ته چې تا ته جوهر څه وايي؟ کاڼي دي ماتېږي د تخریب او د تعمیر په نوم تبر د خلیل دی خو تیشه د آذر څه وايي؟ توره شپه که هر څو د تیارو په نشه مسته ده پوه به شې راشده چې رڼا د سحر څه وايي؟ #creatorsearchinsights #pashtoromanticpoetry
꧁𓊈𒆜🅰 🆆 🅳𒆜𓊉꧂
Region: IR
Wednesday 25 November 2026 07:07:15 GMT
Music
Download
Comments
🅱️ 𝑬𝑯𝑹𝑨𝑴 𝑾 🅰️𝒁𝑰𝑹🚩 :
واه واه ❤️
2026-11-25 11:20:22
0
꧁𓊈𒆜🅰 🆆 🅳𒆜𓊉꧂ :
ستا د حسن اور ته سوځېدلی نظر څه وايي؟
څه وايي په جنګ کې تسلیم شوی عسکر څه وايي؟
سور په وینو راشي خو د ژوند پیغام راوړي مونږ ته
ولې ترې پټېږي؟ چې دې ستورو ته لمر څه وايي؟
ښکاري بیا سپرلی شو، پښو ازغنې لارې ښکل کړې
زړه پرې ځان کوڼ کړی، نه یې اوري چې سر څه وايي؟
غېږ کې یې څو مات منګي او مات زړګي نیولي دي
نور د کلي پېغلو ته وران شوی ګودر څه وايي؟
سیند چې د صحرا خاموش وحشت په نغمو وستايي
شور د ځنګل وپوښتي له ونو چې غر څه وايي؟
تا ته خو هېندارې د ښکلا تفسیر بیان کړلو
ووایه هېندارې ته چې تا ته جوهر څه وايي؟
کاڼي دي ماتېږي د تخریب او د تعمیر په نوم
تبر د خلیل دی خو تیشه د آذر څه وايي؟
توره شپه که هر څو د تیارو په نشه مسته ده
پوه به شې راشده چې رڼا د سحر څه وايي؟
2026-11-25 07:11:24
1
🌸🇦🇫 ꧁Bator Matoonwal ☠️ :
🥰🥰🥰
2026-11-25 08:48:52
1
🅱️ 𝑬𝑯𝑹𝑨𝑴 𝑾 🅰️𝒁𝑰𝑹🚩 :
🥰🥰🥰
2026-11-25 11:20:26
0
To see more videos from user @awd3456, please go to the Tikwm
homepage.