@angelovadana: ❤️🥀

Danaangelova
Danaangelova
Open In TikTok:
Region: UA
Sunday 29 November 2020 18:40:53 GMT
1562
78
1
1

Music

Download

Comments

alexanndrra0
. :
😍😍😍😍
2020-12-01 23:25:19
0
To see more videos from user @angelovadana, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos

د پښتو ولسي موسیقۍ دوه نه هېرېدونکي نومونه؛ استاد ګل محمد (ګلکی) او پاینده محمد ارواښاد استاد ګل محمد، چې په ګلکی مشهور و، د لغمان ولایت د مرکز د چهل مټیو اوسېدونکی و. نوموړي د سروکو، څلوریځو، ټپو، بګتیو، «یه قربان» او پښتو غزل په ویلو کې ځانګړی استعداد درلود. هغه د یوې طلایي حنجرې خاوند و او هارمونیه یې هم په ډېر مهارت غږوله. ګلکی له مسلکي سندرغاړو څخه نه و، بلکې ترکاڼ و چې ورو ورو د خپل خوږ غږ او طبیعي استعداد له امله په یوه منلي ولسي هنرمند بدل شو. زوی یې ارواښاد پاینده محمد هم د خپل پلار هنري لار تعقیب کړه. دواړه د لغمان په سیمه کې د ولسي موسیقۍ یوه مشهوره او محبوبه هنري جوړه وه؛ کله به یې په ټپو کې سیالي کوله او کله به یې په ګډه د خلکو مجلسونه په سندرو رنګینول. د دوی خوږو غږونو د ودونو، حجرو او ولسي محفلونو ښکلا څو برابره کړې وه. ګلکی په خپلو سندرو کې د مینې، رښتینولۍ، وطن‌پالنې او د خلکو د ژوند کیسې بیانولې. د ملنګ جان د وطن‌پالو شعرونو په ویلو کې یې هم ځانګړې مینه لرله. له بده مرغه، پاینده محمد د لغمان په یوه ماین چاودنه کې له څو نورو بې‌ګناه کلیوالو سره شهید شو. د زوی شهادت استاد ګل محمد سخت مات کړ. که څه هم خلکو ورسره مرسته وکړه او په جلال‌اباد کې یې د کار زمینه ورته برابره کړه، خو د زوی د بېلتون درد یې تر پایه په زړه کې پاتې شو. د استاد ګل محمد او پاینده محمد غږونه د لغمان د ولسي موسیقۍ نه هېرېدونکې شتمني ده. د دوی سندرې لا هم د خلکو په زړونو کې ژوندۍ دي او راتلونکي نسلونه به یې په مینه یادوي. د دواړو اروا دې ښاده وي، یادونه دې تلپاتې او غږونه دې تل د پښتني کلتور په فضا کې انګازې کوي. ،

About