@safuufu: super happy bisaa kutekan tiap harii🫶🏻🥰

s
s
Open In TikTok:
Region: ID
Saturday 24 February 2024 06:51:31 GMT
14528
332
2
2

Music

Download

Comments

auliaputras
auliaputras :
🩷
2024-02-24 17:23:50
0
boob1112
kurumi :
eh lucu bgt
2024-02-25 23:16:08
0
To see more videos from user @safuufu, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos

وا ځوانانو  تاسوته وایم ! ځواني ډیره لویه سرمایه ده عبث یي مه مصرفوئ ' ګرانو ځوانانو  زما سپین ږیري دا یو څو خبري واورئ  که مو عمل پري وکړ بیابه ټول عمر دوعا راته کوئ ، محترمو ، ځواني د انسان د ژوند تر ټولو قوي، زرینه، ښکلې او قیمتي مرحله ده. ځواني هغه وخت دی چې بدن قوي وي، ذهن تیز وي، اراده ژوندۍ وي، او د لویو کارونو توان موجود وي. ډېرو خلکو شتمني له لاسه ورکړي خو بیا یې پیدا کړې ده، مګر تیره شوې ځواني بیا نه راګرځي. حضرت رسول الله ﷺ فرمایلي: “له پنځو شیانو مخکې پنځه شیان غنیمت وګڼه:  چي یو یي له هغو پنځو له بوډاتوبه مخکې خپله ځواني ده ، الله تعالی به د قیامت په ورځ د هر انسان څخه پوښتنه کوي، خو د ځوانۍ پوښتنه به ځانګړې وي. رسول الله ﷺ فرمایلي: “د قیامت په ورځ به د بنده قدمونه تر هغه ونه خوځېږي څو چې د څلورو شیانو پوښتنه ترې ونه شي  چي یوه یي د ځوانۍ په هکله ده چې په څه کې یې تېره کړه. ــ رواه الترمذي نو ای ځوانه! ستا ځواني یوازې د خندا، خوب، ساعت تیرۍ او بې هدفه ژوند لپاره نه ده. بلکه تاته ډیر لوی مسئولیتونه  در لغاړي دي چي تر ټولو لوی مسئولیت د اسلام ، او ایمان ساتنه  ، او د خپلي اینده جوړول دي . نن سبا فتنې ډېرې شوې دي ، کامیاب ځوان هغه دی چې د فتنو په وخت کې ځان وساتي او دخپل نیک هدف په لور  روان اوسي . رسول الله ﷺ فرمایلي: “اووه کسان به د الله د عرش تر سیوري لاندې وي یو له هغوی څخه هغه ځوان دی چې د الله په عبادت کې لوی شوی وي. ــ متفق عليه ډېر ځوانان د دنیا د خلکو د خوشحالولو لپاره شپه او ورځ کار کوي، خو د خپلو مور او پلار زړونه ماتوي. مګر په یاد ولرئ چي کامیاب ځوان هغه ځوان ده چي د مور او پلار قدر او عزت وکړي  د مشرانو دوعا واخلي ، او د اسلام  ، مسلمانانو او وطن خدمت وکړي ، الله جل جلاله فرمایي  ژباړه ، او له مور او پلار سره ښه چلند وکړئ ، سورة بقره  د مور او پلار دعا خو د نجات او  کامیابۍ خزانه ده. وا زما د فیسبوک خوږو ځوانانو ملګرو  !  ځواني د علم  او  زده کړې وخت دی . هدف ته د رسیدو وخت دی که دا وخت ضایع شي، وروسته به بیا ډیر  افسوس کوئ خو هیڅ به هم په لاس نه درځي او وخت به تیر وي  ، امام شافعي رحمه الله فرمایي: “که ته خپل نفس په حق او علم مصروف نه کړې، هغه به تا په باطل مصروف کړي. قدرمنو ځوانانو  ، اسلام داسې ځوان غواړي چې د دین علم ولري، د دنیا ګټور علم ولري، اخلاق ولري، فکر ولري، خپلي کورنۍ او امت ته ګټه ورسوي . ګورئ  وخت د ژوند ډیره  لویه  سرمایه ده  پام چي درنه په سیند لاهو نشي . ډېر خلک زه وینم چي د ځوانۍ کلونه په موبایل، بې فائدې ویډیوګانو، فضولو مجلسونو او بې هدفه اړیکو کې ضایع کوي ، دا ډیر لوی ظلم ده چي له  ځان سره یي کوي . حضرت حسن بصري رحمه الله فرمایي: “ای د آدم زویه! ته هماغه د ورځو مجموعه یې؛ هره ورځ چې تېره شي، ستا یوه برخه ختمېږي.” نو یو ځوان باید څه وکړي، یوځوان باید : هدف ولري، نظم ولري، عبادت ولري، همت ولري ، حرکت ولري ، مطالعه ولري، او د راتلونکي لپاره پلان ولري. د لوړ همت او ارادي  لرونکی ځوان د امت سرمایه وي ، د اسلام لوی اتلان اکثره ځوانان وو. حضرت علي رضي الله عنه ځوان و چې اسلام یې قبول کړ. حضرت مصعب بن عمیر رضي الله عنه ځوان و چې مدینې ته د اسلام داعي شو. حضرت اسامه بن زید رضي الله عنه لا ځوان و چې رسول الله ﷺ د لوی لښکر امیر مقرر کړ. اسلام ځوانانو ته یوازې د ناستې درس نه ورکوي؛ اسلام ځوانانو ته د قیادت، غیرت، عبادت، علم او خدمت درس ورکوي. ګورئ ځوانانو هغه ځوان چې غافله وي ، لمونځ نه کوي، وخت ضایع کوي، حرامو ته ځي ، او د ژوند هدف نه لري، ډیر خراب بي قدره بي عزته او محتاج راتلونکی به و لري ، شیطان تر ټولو زیات پر ځوانانو حمله کوي، ځکه ځوان د امت قوت دی. رسول الله ﷺ فرمایلي: “هوښیار هغه څوک دی چې خپل نفس حساب کړي او د آخرت لپاره عمل وکړي.” ــ رواه الترمذي ای باتوره او قهرمانه ځوانه! ته کولی شې یو ستر عالم شې، حافظ شې، تاجر شې، انجینر شې، ډاکتر شي ، داعي شې، مجاهد د قلم شې، او د امت لوی خدمتګار شې. خو دا هر څه هغه وخت ممکن دي چې ،حرکت وي، همت وی، هدف لوړ وي ، پاک نیت وي ، او الله سره رابطه قوي وي. وا ځوانانو! ځواني مو په داسې کارونو مه ضایع کوئ چې سبا پرې شرمیږئ. ځواني مو د الله د رضا، د علم، د خدمت، د اخلاقو او د خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره مصرف کړئ. نن چې تاسې قوي یاست، همدا د عمل وخت دی. سبا به وخت تېر وي  او بیابه ارمان کوئ ، حضرت عمر رضي الله عنه فرمایي: “له دې مخکې چې حساب درسره وشي، له ځان سره حساب وکړئ. وما علینا اللبلاغ، شییر کولو او دځوانانو خبرولو کي مو د مرستي په هیله

About