@talhaa_055: @﹄Talha﹃,:ډاکټر صاحب شاه صابر 🫀 ❤️دَحسن دَګُلونو دَرنګونو بلې شمعې دَغرونو دَښائست په ګړنګونو بلې شمعې دَنوي پېغلتوب په بام ولاړې جادوګرې په زړه کښې دَشاعر دَمحبت نوې سندرې منم چې ته دَډېرو خوشحالو سره ناشنا یې دَنوي ژوند دَنوي رنګينو سره ناشنا یې منم چې ستا په ژوند کښې به بلها څيزونه کم وي منم چې ستا په زړه به دَبلها څيزونه غم وي منم چې ته به ډېرو رڼاګانو ته پسخېږې منم چې ته به ډېرو اداګانو ته پسخېږې منم چې ستا دَکلي په کورونو کښې تیارې دي منم چې ستا جامې لږې خيرنې دي زړې دي خو ته دَخپل خائيست دَپېغلتوبه خبر نه یې خو ته دَخپل تهذيب دَسړيتوبه خبر نه یې ته دلته دَفطرت دَرنګینو په غېږ کښې اوسې دلته دَقدرت دَتماشو په غېږ کښې اوسې ته دلته بله شمع دَرنګونو دَقیامت یې ته دلتکې ښائست یې لېونتوب یې محبت یې ته دلته دَانګورو دَترخو اوبو خمار یې ته دلته دَخپل زړه دَخپلې خوښې خپل اختیار یې شپېلئ وهې شپېلي وهې چې ګرځې په پټو کښې چې زړه دې وشې ګډه شې دَکلې په کوڅو کښې دَخپل زړه خپلې خوښې دَانا په تار غږېږې په چا چې دې زړه ورشي دَهغه سره ګډېږې بې غمه، ناخبره دَثواب او دَګناه یې خو بیا هم په زړه سپينه یې معصومه یې صفا یې دَژوند دَبې وسئ دَمصيبته خبر نه یې دَنوم منافقت دَمصلحته خبر نه یې دا تا چې دَکوم نوي ژوند خبرې اورېدلي دروغ دي دا دروغ دي چا دروغ درته وئيلي په هغه ژوند کښې څه دي که صفا مې درته ووې دروغ به درته ښکاري که رښتیا مې درته ووې دَهغه نوي ژوند دَسړيتوب بلها کمۍ دي دَهغه ځائے دَخلقو څه ناشونې مجبورۍ دي ژوند څه دے یوه بلا ده یو عذاب دے یو هېبت دے دهوکه ده بې ايماني ده سراسر منافقت دے ذهنونه پکښې هسې دَوهمونو کارخانې دي سرونه دَپېریانو دَديوانو ښاریې دي فکرونه دَتارکولو غزېدلي سړکونه خیالونه دَسېمټو دَسيخونو دکانونه ځوانان پکښې هغه چې جوړولے شي نوټونه سړي پکښې هغه چې ډکولے شي بېنکونه ښائست یې په پردو رنګونو ځان سنګارول دي اُلفت یې دَدروغو دَدرنګونو کنستل دي جانان یې یو رنګين مئين پۍ مخے غوندې دام دے جنون یې دَغرض په لمبو سوے تور غلام دے یاري پکښې دَسپينې خودغرضه بوډۍ ټال دے خپلوي پکښې دَخپلو غرضونو نرے جال دے ګناه پکښې دَهرې ناروا لاس اغستل دي ثواب دَچا بې وسه په مرۍ چاړه راښکل دي عصمت پکښې دَښار دَکباړي دَدکان کوټ دے قيمت دَسړیتوب پکې دَسلو روپو نوټ دے غېرت پکښې یو شے دے په یوه کاسيره کېږي ايمان پکښې دَهر څه نه په ښه بیعه خرڅېږي دَحسن دَرنګونو دکانونه په پېسو دي دَښکلو دَمخونو تصويرونه په پېسودي

TALHA KHAN👀🍂
TALHA KHAN👀🍂
Open In TikTok:
Region: PK
Monday 07 July 2025 13:59:53 GMT
669
194
64
5

Music

Download

Comments

pukhtoonyar626
🚩 پو حتون 🤟🏻 یار ❌ :
❤️❤️❤️
2025-07-07 18:09:43
1
itx_boss_470
🔥Boss_Usman_333☠️ :
🥰🥰🥰
2025-11-18 08:54:49
0
user480896973
ADNAN-Gujjar :
🥰🥰🥰
2025-07-30 09:13:22
0
hasnain_khan_404_
👑Hasنain‼️یار باش‼️404🏴‍☠️ :
💕💕💕
2025-09-14 09:35:02
0
0597741803wapp
نوید سواتی :
🥰🥰🥰
2025-08-20 08:45:42
0
sajjadsafi.2
👿سجاد صافی of چارسدہ😈 :
🥰🥰🥰
2025-08-17 01:28:03
0
ukhan1137
🚩𝘴𝘺𝘦𝘥♛𝘜𝘉𝘈𝘐𝘋𝘚𝘏𝘈𝘏 :
🥰🥰🥰
2025-08-14 18:01:34
0
hasnain_khan_404_
👑Hasنain‼️یار باش‼️404🏴‍☠️ :
🥰🥰🥰
2025-09-14 09:35:01
0
itxme_eren
LIGHT✨ :
🥰🥰🥰
2025-08-12 19:16:32
0
tariqkhan5804
Tariq Mashal 🏍️🧑‍🔧💯. 🇫🇷 :
♥️♥️♥️
2025-08-08 17:56:59
0
kheshamooo
🥰💕🥳KhEsHaMoOo🫶💅🤩😍 :
🥰🥰🥰
2025-08-04 19:05:04
0
zeshan.khan036
Zeshan Khan :
🥰🥰🥰
2025-08-01 06:44:08
0
amirloferkhan404
🎀 AMIR KHAN 🎀 :
😊😊😊
2025-07-31 15:49:01
0
ghafarali08
🦅 غفر علی 🦅 :
✌✌✌
2025-07-31 07:19:46
0
enzoo_x31
E N Z O :
💞💞💞
2026-08-19 07:56:08
0
hanif..khan8
⚜️HK💫🥀 :
💗💗💗
2025-07-28 18:51:59
0
hanif..khan8
⚜️HK💫🥀 :
🥰🥰🥰
2025-07-28 18:51:55
0
uk.khan7226
👩‍❤️‍💋‍👨A ABBaS🖤 :
🥰🥰🥰
2025-08-13 16:49:30
0
hassan.jan5078
Hassan jan :
💔💔💔
2025-07-28 14:59:40
0
hassan.jan5078
Hassan jan :
🥰🥰🥰
2025-07-28 14:59:36
0
armanscop8j
Darman Naz :
❤️❤️❤️
2025-07-23 04:49:46
0
shaberkhan3000
shaberkhan300 :
❤️❤️❤️❤️❤️
2025-07-19 03:40:02
0
shaberkhan3000
shaberkhan300 :
❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️
2025-07-19 03:39:58
0
shaberkhan3000
shaberkhan300 :
🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰
2025-07-19 03:39:56
0
hassan.jan5078
Hassan jan :
🥰🥰🥰
2025-07-07 14:06:27
0
To see more videos from user @talhaa_055, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About