@nadan...3: خداﺉ دې لرې له بلا ساته بچيه ! د خپل پلار ياران رضا ساته بچيه ! ـ بس الله دې سربالا ساته بچيه! خو نامه د خپل بابا ساته بچيه! ـ د وطن په سر که سر شیندې نو شینده خو په زړه کښې پښتونخوا ساته بچيه ! ـ ځان په هر څنګه حالت کښې،که کېدے شي د جنګونو نه جدا ساته بچيه! ـ دوﺉ به خپلې ښېرې خپل ګرېوان کښې يوسي ته په لپو کښې دعا ساته بچيه! ـ په لهجه کښې د شکرو فن پېدا کړه او په سترګو کښې حيا ساته بچيه! ـ خپل اوړه د خپلې ژرندې ږده په کور کښې خپل غوړي د خپلې غوا ساته بچيه! ـ که دا ټوله ښاريه دې هم خلاف شي خېر دے نيت ورته صفا ساته بچيه! ـ د دې نورو خلقو ځان له عقيدې دي ته دې خپل ذهن رڼا ساته بچيه! ـ که په سرو ګولو کښې ګېر شې خو په زړه کښې مه فرېب ساته مه غلا ساته بچيه! ـ دا زما د پلار او ستا د بابا نخښې دا ټوپک او دا همسا ساته بچيه! ـ که جاٸېداد دې دا څلور کونجه دنيا شي خيال د کلي د جولا ساته بچيه! ـ خو چې ورور وي نو که هر څومره خراب وي بهروسه پرې خامخا ساته بچيه! ـ د حلالو روپو هم خپله مزه وي خېل خانه دې په تنخوا ساته بچيه! ـ د پېسې تاوان ته مه ګوره اقباله! خو د صدق ملګرتيا ساته بچيه #fouryou #fyp #viralvideo #viral #500k
ℌ𝔞𝔩𝔞𝔨نادان🔥
Region: SA
Tuesday 04 August 2026 06:20:53 GMT
Music
Download
Comments
AMJID KHAN🇵🇰 :
💕💕💕
2026-08-04 14:37:49
0
ارشد💝 ستومان :
🤟🤟🤟
2026-08-04 12:43:20
0
꧁༺𓊈 𝑰𝒕𝒙_ 𝑰𝒓𝒇𝒂𝒏𓊉༻꧂ :
🥰🥰🥰
2026-08-04 07:20:30
0
شرابی ھلک :
🥰🥰🥰🥰🥰🥰🥰
2026-08-04 07:13:13
0
Bangash1050 :
👍👍👍
2026-08-04 14:46:45
0
To see more videos from user @nadan...3, please go to the Tikwm
homepage.