غزل
زړه می نه وه خو ښیری رانه کیدلی
ستا تصویر ته به ګیلی رانه کیدلی
زه په تا باندې تر دی حده مئین وم
چی تصویر ته دی سجدی رانه کیدلی
زه به خدای خبر مئین ومه کنه خو
شوګیری تر نیمي شپی رانه کیدلی
ما دا نه غوښتل رسوا شمه بهیره
خو له درده به ټپی رانه کیدلی
رفیع الله بهیر
2026-08-18 09:48:45
0
To see more videos from user @mujeeb_021, please go to the Tikwm
homepage.