@pashton953: منظور احمد پښتین په هاګ کې د نړیوالې جزایې محکمې په ستره ډیپلوماتیکه غونډه کې له نړیوالې ټولنې د نړیوال اقدام غوښته وکړه: له پاکستان سره خپلې مرستې وځنډوئ! پښتانه د جګړې قربانیان نه، د سولې، عزت او خپلواک ژوند حق لرونکي انسانان دي! ——————————————————- د پاکستان پوځ ترهګرې ډلې جوړوي، تمویلوي او روزلې دي: په هاګ کې د پې ټې اېم د مشر لخوا سخت تورونه. د پښتو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له اوږدې چوپتیا وروسته د هاګ په یوه نړیوال کنفرانس کې راڅرګند شو. هغه دې غونډې ته په انلاین وینا کې پاکستانی پوځ او استخبارات اې ایس اې تورن کړل، چې د پښتونخوا پر کانونو بډایه سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نوم جعلي جګړې پیلوي، ځایي خلک بېځایه کوي او په دې توګه شتمنۍ لوټي. دې ناسته کې د بېلابیلو هېوادونو دېپلوماتان، حقوقپوهان، د بشري حقونو فعالان، د مدني ټولنې استازي، د پوهنتونونو استادان او خبریالان راټول شوي وو، چې د افغانستان ګڼې پېژندل شوې څېرې هم په کې وې. د دغه کنفرانس تنظیموونکي وايي؛ نړۍ کې شخړې ډېرې شوې چې نړیوال قوانین، بشري حقونه او دېپلوماسي یې تر فشار لاندې راوستې. منظور احمد پښتین له نړیوالې ټولنې غوښتي: له پاکستان سره خپلې مرستې وځنډوئ، تر څو د پښتنو د وینې تویولو او د بشري حقونو د سرغړونو حساب ورکړي! د پښتنو وینه نور د چوپتیا تر سیوري لاندې مه تویوئ! پښتانه د جګړو د قرباني کېدو، جبري بېځایه کېدو او د خپلو حقونو د تر پښو لاندې کېدو لپاره نه دي پیدا شوي؛ هغوی د سولې، آزادۍ، عزت او خپلواک ژوند حق لري. نړیواله ټولنه دې چوپتیا ماته کړي؛ عدالت دې پلی شي، د پښتنو غږ دې واورېدل شي او د هرې ادعا شوې سرغړونې مسوولین دې حساب ورکړئ. موږ د هغو پوځي عملیاتو، جبري بېځایه کولو، ناقانونه وژنو او ورکېدنو پر وړاندې غږ پورته کوو، چې ملکي وګړي یې قرباني کېږي. د ترهګرۍ پر ضد مبارزه باید د خلکو د ساتنې وسیله وي، نه د هغوی د ځپلو، وېرولو او شړلو پلمه. تر کومه به پښتانه د جګړو قرباني کېږي؟ تر کومه به میندې د خپلو ورکو اولادونو په تمه وي. زموږ غوښتنې روښانه دي: د پښتنو وینه باید د چا د سیاسي موخو، پوځي ستراتیجیو او اقتصادي ګټو وسیله نه شي. عدالت، حقیقت او حساب ورکول د هر انسان حق دی! منظور پښتین د هاګ عدالت ډیالوګ ناسته یا په نړیوال سټېج کې پاکستان او په غونډه کې ناست پاکستانی پلاوي سخت وشــرماوه، دوی د احتجاج په ډول له غونډې ووتل، ځکه د دوی دومخي توره څېره نړۍ ته بربنډه شوه! د هاګ عدالت ډیالوګ دغه نړیواله ناست د نړۍ د خبرې سرویسونو او سرلیکونو سرلیک ګرځیدلي ده. مکمله وینا په پښتو اوریدلي شئ. #پښتون_ژغورنې_غورځنګ #منظور_پښتین #پښتانه #د_پوځي_عملیاتو_مخالفت #بشري_حقونه @Usman Afridi @Manzoor Ahmad Pashteen
Inam Pashteen
Region: AE
Sunday 18 October 2026 16:18:55 GMT
Music
Download
Comments
Azmat khan :
please can you guys help with pashton and baloch people in Pakistan we want justice
2026-10-18 21:39:29
0
AL :
They walked out they know the crime that they committed, they shouldn’t be walking out the should be thrown to jail
2026-10-19 01:06:37
0
PTMازمری :
گلخانانو دہ منظور دی زور پتہ دیرتہ اولیگہ اولیگہ اولیگہ دہ
2026-10-18 18:00:22
19
Afghan Sahil983 :
منظور جان زنده باد
2026-10-18 20:54:46
0
💐💯وطن جار وزير🌺💯🥀 :
manzoor pashteen you are right
2026-10-18 20:40:39
0
Naseem Afghani stan :
مشر نظووووووور
2026-10-18 18:39:30
9
𝙎𝙃𝘼𝙃 𝙎𝘼𝙃𝘼𝘽 :
jarrrrrrrrrr❤️
2026-10-18 23:33:35
0
UMAR FAROOQ :
manzoor pashteen Zandabad very good👍👍
2026-10-18 20:22:48
0
Abdullah Khan PTM :
2026-10-18 20:02:07
4
Shahfahad Khan :
2026-10-18 18:14:15
3
Muhammad :
only manzoor
2026-10-18 20:09:33
1
پشتین🇦🇫 :
2026-10-18 19:01:13
1
𝑴𝑹 𝑨𝑳𝑶𝑵𝑬 シ︎💚 :
2026-10-18 19:33:27
1
PTMازمری :
گلخانانو دہ منظور دی زور پتہ دیرتہ اولیگہ اولیگہ اولیگہ دہ
2026-10-18 18:00:14
4
Amanullah Khan :
✌✌✌✌
2026-10-18 18:39:02
2
ګنده🦅 قاسيد 🏴☠️✊💀511🌿⏳ :
❤️❤️❤️
2026-10-18 19:03:03
1
🌹Muhsin 🍷 Dawarzi🇦🇬 :
2026-10-18 19:23:40
1
✮⃝🇦🇫𝒮𝒶𝓎𝒶𝓇 𝓏𝓌𝒶𝓃 ☠️ :
2026-10-18 19:53:44
1
AMIR 🦅WAZIR👑 :
2026-10-18 18:13:12
2
Nizam khan wazir 9370 :
2026-10-18 19:18:36
1
🇦🇫🇦🇫جان محمد🇦🇫🇦🇫 :
2026-10-18 18:50:58
1
عبدالعزیز :
2026-10-18 17:57:12
1
Akbar Afghan :
2026-10-18 17:28:15
1
نعيم ذدران :
🥰🥰
2026-10-18 16:52:35
1
🇦🇬.kHALiD♥️Afghan✌️🇦🇫 :
2026-10-18 16:53:39
1
To see more videos from user @pashton953, please go to the Tikwm
homepage.